تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۴مه) د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له لوري پر دوی د بندیزو د دوام پرېکړه غندلې او هغه یې د هیڅ لوري په ګټه نه ده بللې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، پخوا هم د فشار په توګه د بندیزونو لګولو کومه پایله نه ده ورکړې، بلکی زیان یې یوازې عامو افغانانو ته رسېږي.
فطرت د ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو دوام منطقې کړنه نه بولي او دا چاره د بشر حقونو له داعیې سره په ټکر کې بولي.
نوموړي زیاته کړې، طالبان غواړي له ټولو لوریو سره اړیکې عادي کړي.
دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي،چې تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه خپله وروستۍ ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو موده ۱۴میاشتې نوره هم غځولې ده.
د امنیت شورا د څو غړیو په شمول څوارلس هېوادونو، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې تر هغه وخته به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، ترڅو چې دا ډله ښځې ځپي.
دوی له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د بشري حقونو سیستماتیکو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او آزادیو د محدودولو پالیسۍ پای ته ورسوي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د دې شورا ۱۱ دایمي او غیر دایمي غړیو او ۳ نورو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو سیستماتیک جنسیتي تبعیض، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، او د ښځو او نجونو د بشري حقونو پر له پسې سرغړونه په کلکه وغندله.
د امنیت شورا له غونډې سره هممهاله د امریکا، بریتانیا، فرانسې، اکوادور، جاپان، مالټا، ډنمارک، یونان، پاناما، سییرا لیون، ګایانا، سویس، سلوانیا، او جنوبي کوریا هېوادونو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله ګډه اعلامیه ولوسته.
د نجونو او ښځو د زده کړو مخنيوی او ځنډونه او د هغوی د کار او پرې د بېلابېلو بنديزونو لګول هم نور ناسم او نامعقوله کړنه ده. ترڅو به يې مشرتابه له خلکو او ولس به پټ وي. سبا او بېګانه فرمانونه يوازې د نجونو او ښځو په هکله راوباسي چې دا خو سم کار دی او که نوره نړۍ به د دوی د سمون لپاره ګام پورته کوي، نو بيا غيرمنطقي دی.
تاسې طالبانو را ته یو ملک په نړۍ کې وښایاست چه هلته د نجونو د مکتبونو او پوهنتونونو ورونه یا دروازې بندې وي؟؟؟ او ستاسو هیلې که په مګرو ملتونو کې ومنل شي او تاسې په رسمي ډول ؤمني نو مانا به یې دا وي چه د ملګرو ملتونو دفترونو کې ټول جاهلان ناست دي!