تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۴مه) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته تللی.
سراج الدین حقاني په یوه خبرپاڼه کې، حکمتيار سره د خپلې لیدنې انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي، چې د حزب اسلامي مشر د خپل تره د وژل کېدو په مناسبت خپله خواخوږي او تسلیت وړاندې کړی دی.
د جمعې په ورځ، د لیندۍ ۲۳مه، خپاره شوي عکسونه ښيي، چې ګلبدين حکمتيار د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره یو ځای لیدل کېږي.
دغه عکسونه د سراج الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د ګلبدين حکمتيار زوی حبیب الرحمن حکمتيار لخوا هم خپاره شوي دي.
ګلبدين حکمتيار په داسې حال کې د خلیل الرحمن حقاني د جنازې مراسمو ته تللی، چې ویل کېږي د طالبانو ډېری مشران د ده د پخوانیو دریځونو او کړنو له امله ورسره ښې اړیکې نه لري.
د حزب اسلامي ډلې، چې مشري یې ګلبدين حکمتيار کوي، د ۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو ترڅنګ د جمهوري نظام پر وړاندې جګړه وکړه او آن د ځانمرګو بریدونو ترسره کولو تورونه پرې لګېدلي دي.
په ۲۰۱۷ کال کې، د سولې د تړون تر لاسلیک وروسته، حکمتيار له خپلې پټنځای څخه راووت او کابل ته لاړ.
که څه هم حکمتيار د طالبانو پر بیا واکمنېدو په لومړیو کې خوشبین و، خو وروسته یې د دغې ډلې پر کړنو نیوکې وکړې.
بل لورته طالبانو په لومړیو کې حکمتيار د دولتي ځمکو په غصب هم تورن کړی و.
د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل سره په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع اعلان شوي، او د ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي فعالیتونه هم غیر قانوني بلل شوی دی.
سپینه خبره.
حکمتیار او حقانیان د انګریزانو مستقیم مزدوران دی چی البته په مختلفو تاریخی پړاوونو کی يی مختلفی دندی تر سره کړی او تر سره کوی.
اللهم اغفر لنا و للمومنین والمومنات والمسلمین والمسلمات الاحیاء منهم والاموات برحمتک یا ارحم الراحمین
یو سړی د د بل فاتحې ته ځي، دلته به هم مونږه کنځل شروع کړو. لږ عقل ښه دی. داسې ښه نه ده چې د سیاسي بغض د کبله هديره او فاتحه او جنازه هم د منفي تبصرو او کنځلو موضوع شي.