چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۶۳ ته ورسېده

پاکستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۶۳ ته ورسېده

تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۴مه) د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام مسوولین وايي،چې په خیبر پښتونخوا او سيند صوبو کې ۴ نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

دې سره سږ کال په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۶۳ ته لوړ شو.

یادې ادارې په خپله وېب پاڼه لیکلي،چې په ګوزڼ وهلو ماشومانو کې ۳ هلکان او ۱ نجلۍ ده.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام مسوولین زیاتوي، چې د دسمبر تر ۱۳مې په ډېره اسماعیل خان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۹، ټانک او جېکب اباد کې ۳ ته ورسېده.

بل لورته په سکر کې د سږ کال د پوليو لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.

د پولیو مخنیوي پروګرام دغه راز وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۶، په خیبر پښتونخوا کې ۱۸، په سیند کې ۱۷ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي.

تېر کال پاکستان کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې، چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب