چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان او زمبابوې د شل اوره لوبلړۍ برخلیک ټاکونکې لوبه نن کوي

افغانستان او زمبابوې د شل اوره لوبلړۍ برخلیک ټاکونکې لوبه نن کوي

تاند ( شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۴مه) د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوره لوبه نن مازیګر ترسره کېږي.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه زمبابوې او دوهمه لوبه د جمعې په ورځ په هرارې لوبغاړي کې د ۵۰ منډو په توپیر افغانستان وګټله.

اوسمهال لوبلړۍ ۱-۱ مساوي ده.

په دوهمه لوبه کې افغانستان پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغانستان په ۲۰ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۴ منډې یې هدف وټاکه. دروېش رسولي په دې لوبه کې ۵۸ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

زمبابوې په ځواب کې یواځې ۱۰۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

په توپ اچونه کې راشد خان او نوین الحق دواړو ۳-۳ مجیب الرحمن دوه او عظمت الله عمرزي او فرید احمد دواړو یوه یوه وېکټه واخیسته.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به تر شل اوره لوبلړۍ وروسته درې ۵۰ اوره او بیا دوه ټیسټ لوبې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب