چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهد اسراییل پوځ دمشق ته نژدې کېږي او د سوریې تاسیسات یو...

د اسراییل پوځ دمشق ته نژدې کېږي او د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵ مه) په سوریه کې له راغلي بدلون څخه په استفادې د اسراییل پوځ د دغه هیواد په خاوره کې پرمختګ ته دوام ورکوي. پخوانیو تجربو ته په کتو، دا پوځ له اشغالي سیمو څخه نه یوازې به شا شوی نه دی بلکې د جولان د لوړو په شان یې هغه له خپلې خاورې سره یوځای کړي دي.

د اسرائیل پوځ د دمشق په دروازو کې
د اسراییل پوځیان، چې په وروستیو ورځو کې یې د سوریې پر خاوره هوایي بریدونه کړي او پرمختګ یې کړی دی، د سوریې په پوځ کې د خلا او د بشار اسد د رژیم تر سقوط وروسته د نظامي مقاومت له نشتوالي څخه په ګټه اخیستنې سره، اوس د دمشق تر دروازو رسېدلي دي.

اوس اسراییلي پوځ د ۶۰۳ انجینیري کنډک تل حدار سیمې ته رسېدلی دی، چې دا د سوریې په خاوره کې تر ټولو ژوره سیمه ده چې تر دې وړاندې هیڅکله اسراییلي ځواکونه دذ سوریې خاورې ته دومره ډېر نه وو ننوتي. دا سیمه له پولو څخه ۱۰ کیلومتره او له دمشق څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لیرې ده. وروستی ځل د ۱۹۷۳ د  اکتوبر ۱۲ مه وه چې اسراییلي ځواکونو جولان لوړې ونیولې.

ګوتریش د جولان له حایلي سیمې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اسراییلي ځواکونو له خوا د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو او د جولان له حایلي سیمې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

انتونیو ګوتریش د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې هغه د اسراییل له لوري د سوریې د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د وروستیو پراخو سرغړونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

په دې بیان کې راغلي: “سرمنشي په ځانګړې توګه د اسراییل د سلګونو هوایي بریدونو په اړه چې د سوریې په بېلابېلو برخو کې ترسره شوي، اندېښنه لري.”

په بیان کې ټینګار شوی چې د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلتون تړون لا هم اعتبار لري او باید عملي شي. په دې کې په حایله سیمه کې د هر ډول حضور پای ته رسیدل او د اوربند او د جولان د ثبات د کمزوري کولو له هر ډول عمل څخه ډډه کول شامل دي.

د اسراییلي ځواکونو د وتلو لپاره له امنیت شورا څخه د سوریې د موقت حکومت غوښتنه

د سوریې موقت حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې اسراییل دې اړ کړي چې په سوریه کې خپلې حملې سمدستي ودروي او له هغو سیمو دې ووځي چې د ۱۹۷۴ کال د بېلتون تړون سرغړونه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا او سرمنشي ته په ورته لیکونو کې، چې د جمعې په ورځ د اسوشیټیډ پریس له خوا خپاره شول، په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر قصای ضحاک ویلي چې دغه غوښتنې یې د خپل حکومت د لارښوونو له مخې مطرح کړي دي. ظاهراً دا د سوریې د نوي موقت حکومت لومړی لیک دی چې ملګرو ملتونو ته استول شوی دی.

په هغه لیک کې، چې نېټه یې د ډسمبر ۹ وه، راغلي: “په داسې وخت کې چې د سوریې عربي جمهوریت د خپل تاریخ په یوه نوې مرحله کې داخل شوی، چې خلک یې د آزادۍ، برابرۍ او د قانون د واکمنۍ پر بنسټ د هېواد د جوړولو لپاره هڅې کوي او د هوساینې او ثبات لپاره د خپلو هیلو د ترلاسه کولو په لټه کې دي، د اسراییل اشغالګر پوځ د جبل‌الشیخ او قنیطره ولایت په سیمو کې د سوریې نورو برخو ته ننوتلی دی.”

د اسرائیل ځواب
په بل لیک کې، چې د جمعې په ورځ د امنیت شورا له خوا خپور شو او نېټه یې هم د دسمبر ۹ وه، د اسراییل سفیر داني دانون ویلي چې هېواد یې په حایله سیمه کې “محدود او موقتي اقدامات” کړي ترڅو د وسله‌والو ډلو د ګواښونو مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب