چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهپه ۱۱ ولایتونو کې د درنې واورې او باران اټکل شوی

په ۱۱ ولایتونو کې د درنې واورې او باران اټکل شوی

تاند (یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۵مه) ‏د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست نن یکشنبه د لېندۍ یا قوس ۲۵مه په هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بامیان او دایکندي ولايتونو کې د درنې واورې، باران او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

د هواپېژندنې ریاست پرون (شنبه) په یه خبرپاڼه کې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۲۵ملي مترو او د واورې کچه له ۱۰ تر ۳۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې همدارنګه په شمال ختیځو، شمالي، لوېدېځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو د لګېدو وړاندوینه هم کړې، چې په بېلابېلو سیمو کې به یې سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۱۱۰ کیلو مترو پورې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان Save the Children نن شنبه سهار ویلي، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران، پر له پسې وچکالۍ او سېلابونو ماشومان له کافي خوړو بې‌برخې کړي دي.

دغه سازمان ۲۰۲۴میلادي کال د افغان ماشومانو لپاره یو «بې رحمه» کال بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب