Homeخبرونهد جوزجان د یتیم تاق سمنټو پروژې تړون له ۷۷ ترکي شرکت...

د جوزجان د یتیم تاق سمنټو پروژې تړون له ۷۷ ترکي شرکت سره لاسلیک شو

تاند ( سه شنبه د عقرب ۸مه) ‏د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې تړون لاسلیک شو.

د دغې پروژې ارزښت ۱۶۳ میلیونه ډالره ښودل شوی چې په ورځني ډول به ۳ زره ټُنه سمنټ تولید کړي.

په دې مراسمو کې چې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت هم ګډون کړی وو وایي، چې یاد شرکت به په دې فابریکې ۱۶۲ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

افغانستان کې په دې وروستیو کې د سمنټو برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ګڼې پروژې پرانېستل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...