جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو په څو بریدونو کې...

په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو په څو بریدونو کې لږترلږه ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (سې شنبه، د عقرب ۸ مه) د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ناامنو ایالتونو کې د امنیتي پېښو په دوام کې لږترلږه ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالي په پروم سیمه کې د یوه بند ۵ ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د بلوچستان ایالت په بلوڅ مېشتو سیمو کې اکثره بریدونه د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډله کوي.

د بلوچستان د حکومت ویندوی پېښه او په لړ کې یې ۷ تنو ته اوښتې مرګ ژوبله تایید کړه خو ویې ویل چې کومکي ځواک سیمې ته رسیدلی دی.

د بلوچستان اعلي وزیر هم دا برید د پرمختګ د مخالفانو کار بللی دی.

له دې جلا نن (سې شنبې) د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې پر پولیسو څلور بریدونه شوي چې لږترلږه ۲ پولیس پکې وژل شوي او ۲ ټپیان دي.

همداراز څو پولیس او واکسینران د وسله والو له لوري برمته شوي دي.

د پولیسو چارواکي وايي چې د دوی پر هغو ځواکونو بریدونه شوي چې د پولیو واکسین د ټیمونو ساتنه یې کوله.

د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انستیتیوت، چې هره میاشت په پاکستان کې د بریدونو راپور خپروي، د تېرې میاشتې په راپور کې ویلي، په تېر سپټمر کې په دغه هیواد کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري لږترلږه ۷۷ بریدونه شوي چې په هغو کې ۴۷ یې په خیبرپښتونخوا کې شوي دي.

د دغه انستیتوت په وینا په دغو بریدونو کې ۷۷ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۳۸ امنیتي ځواکونه، ۳۳ ملیکان او ۱۶ د دولت وسله وال مخالفان دي.

باور کېږي چې دا انستیتیوت د مرګ ژوبلو حقیقي راپور یا نه خپروي او یا له ډیر احتیاطه کار اخلي او یوازې د هغو مواردو راپور ورکوي چې دولتي ادارې یې تایید کړي.

1 COMMENT

  1. د تاندې درنې ادارې ته د درناوي په وړاندې کولو وړاندیز کوم چې د ځواکونو د وژل کېدلو په ځای د سرتېرو/کسانو وژل کېدل یاد کړي. ځواک یوه کس ته نه وایي، ځواک اصلا د کسانو یوې ډلې ته وایي. مثلا، ډېر غټ ځواک ورسره دی، ډېر قوي ځواک ورسره دی، یعنې ډېر کسان، وسلې، امکانات ورسره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب