په تاریخ او په تاریخ لېکنې بحث روان و، چا ویل ښه تاریخ هغه دی، چې په همغه وخت ښه قضاوت وکړي، بل ویل حقیقت مهم دی، یو بل ویل پلانکي بې طرفه تاریخ کښلی دی.
که د تاریخ د پېژندنې په هکله وایو؛ تاریخ هغه پوهه ده چې د بشر او انساني ټولنې د تېر ژوند څرنګوالی د ځانګړو لارو او مېتودونو په مرسته څېړي او هغه پېښې چې د انسانانو د نیت او ارادې څخه را زېږي، د هغوی ځای، نېټه او څرنګوالی څرګندوي او د پېښو لاملونه، اړیکې او پایلې په ډاګه کوي.
په اصل کې د تاریخ لېکنې لویې ځانګړنې دا دي، چې تاریخ باید یو ښه قاضي وي، تاریخ کره ــ دقیق وي، تاریخ باید بې طرفه وي، تاریخ لېکوونکی نه باید له چا سره مینه ولري او نه چا ته د کرکې په نظر وګوري.
د افغانستان تاریخ د نړۍ په کچه یو بې ساري تاریخ لري، افغانانو په هره برخه کې یو روښانه تاریخ تر شا پریښی دی، افغانستان ګڼ او سترو ویاړونو څخه برخمن دی؛ خو بدبختي دلته ده، چې تاریخ هم د نفاق له ناوړو اغیزو خوندي نه دی پاتې او د نفاق سیوری پرې خور دی، چې په تاریخ لېکنه یې پوره ناوړه اغیزه اچولې ده.
د تاریخ له ژورې مطالعې څخه په ډاګه کېږي چې تاریخ تل مقتدرو، زورورو او متنفذنو اشخاصو په محور را ګرځي او د ملت کړنې، سرښندنې او کارنامې له پامه غورځول کېږي؛ استاد الفت همدې حالت ته متوجې شوی ځکه وایي: یو مقتدر د هرې لیکنې د سر عنوان دی.
ډېر وخت داسې فکر کېږي؛ ټول هغه تاریخونه او متنونه چې د یو چا له خوا لېکل شوي دا د قبولیت او مقبولیت درجې ته رسېدلي او وړ دي؛ ځکه چې د کتاب په بڼه لیکل شوي دا دقیق او معتبر دي؛ خو حقیقت بیا بل راز دی او د هر تاریخ لوستوونکي باید دې ته ملتفت شي؛ لکه څنګه چې مو مخکې وویل تاریخ باید د مینې او کرکې په بنیاد نه وي؛ خو له بده مرغه زموږ ډېری تاریخونه د مینې او کرکې، سیاسي تضادونو، د مشترک ایډیال، د ایډیال بېلوالي، ګوندي خواخوږۍ یا د وخت زورور په پلوۍ … په بنیاد لېکل شوي دي او هر چا په خپله ګټه خبره کړې.
هسې وایي د زمري او انسان تر منځ ملګرتیا وه، ډېر وخت به یې یو ځای تېرېدو؛ یوه ورځ پر یو دېوال یو انځور ولېدو چې زمری د انسان له خوا را چپه شوی.
انسان زمري ته وویل: انسانان دومره زورور دي.
زمري ورته وویل: دا انځور د انسان په لاس جوړ شوی دی، که چېرته د زمري له خوا انځور شوای وای انسان به د زمري په پښو کې پروت وو.
تاریخ لېکنه هم دې کېسې ته ورته ده، که یو څوک ډېر ناتوانه هم دی؛ خو د تاریخ لېکوال د خپل شخصي تمایلاتو له مخې د تاریخ په پاڼو کې اتل انځور کړی دی، که یو څوک هرڅومره د ټولنې او هېواد په زیان هم دی؛ خو د لېکوال د شخصي خواخوږۍ له مخې د تاریخ په پاڼو کې د هېواد خورا خواخوږی را پېژندلی شوی دی یا یو چا د هېواد له پاره بې ساري قرناني ور کړې؛ د تاریخ په پاڼو کې په بد نوم نومول شوی دی او یا له پامه لوېدلی دی.
هلته فردوسي د سلطان محمود غزنوي په اړه لسګونه زره د مدحې بیتونه وایي؛ له بلې خوا د غور په سوري واکمن امیر محمد سوري باندې د حملې له امله پړ ګڼل کېږي.
ملا دین محمد مشک عالم سره د دې چې د انګرېزانو د ښکېلاک په وړاندې اتلولۍ او سرښندنې په تاریخ کې څرګندې دي او د افغان ولس د اسلامي او ملي ارزښتونو، هیلو او ارمانونو څخه یې په کلکه دفاع کړې.
علامه اقبال لاهوری چې کله غزني ته راځي، د سنایی غزنوی او محمود غزنوی پر مزارونو درېږی او قصیده لیکي نو د ملا مشک عالم اندړ په یاد کې وایی : که څه هم سلطان محمود غزنوی سومنات مات او هندو براعظمګي یې د اسلام پر نور روښانه کړل، ولي دا د ملا مشکین و چې د محمود خاوره یې د فرنګي او هندو سپاهیانو له تاړاکه آزاده او افغان وطن ته یې اسلامي ورورولي او عزت راوګرځولو؛ خو دا چې هغه مهال د امیر عبدالرحمن خان سیاسي رقیب بلل کېدو یا یې سیاسي رقیب و، ځکه امیر عبدالرحمن ورته د موږک نوم کاروي؛ هغه په تاج التواریخ کې وایي: “یو مشهور ملا چې مشک عالم نومېده او ما به ورته موش عالم وایه او دا نوم ور سره تر لومړي نومه ښه لګېده.”
د افغانستان معاصر تاریخ ته کتنه لیکوال د حبیب الله کلکاني په اړه وایي ” حبیب الله بې سواده، خو! ځوانمرده، د ښه زړه څښتن او باغیرته شخص وو، چې د خلکو په منځ کې په لالا باندې شهرت موندلی وو. “
له بله پلو افغانستان د تاریخ په بهیر کې چې یو پېژندل شوی تاریخ دی لولو: ” کله چې په ختیز کې د ګډوډۍ پیلامه رامنځ ته کېده، بچه سقاو هم په کاپیسا و پروان کې د غلو ډله جوړه کړه او په ډېره چټکتیا یې د لارو په شوکولو لاس پورې کړ، هغه د شپې غلا کوله او د ورځې په غرو کې اوسېده. “
د افغانستان معاصر تاریخ ته کتنه کتاب چې کله حبیب الله کلکاني یا بچه سقاو د شخصیت په اړه غږیږي وایي ” په ټوله کې، د امیر حبیب الله شخصیت زیاتره پاچاهانو په پرتله، چې زموږ په هېواد کې یې له نوموړي څخه مخکې حاکمیت کړی وو، ډېر روښانه او غوره دی ” او د همدې په دوام وایي: “هیڅوک نه شي کولای یوه بهرني هېواد ته هم د نوموړي غلامي او تابعیت په اثبات ورسوي. “
خو افغانستان د تاریخ په بهیر کې تاریخ لیکوال لیکي: ” بچه سقاو وتوانید چې د پټو لاسونو په وسیله د حالاتو په سمولو د قطغن ټول ولایتونه بدخشان، بلخ، میمنه، هرات، کندهار او کابل تر خپل واک لاندې راولي. “
شرح حال و آثار سید جمالدین اسدابادی مشهور به افغاني کتاب چې د میرزالطف الله له خوا په (۱۹۲۶) ز کال په برلین کې چاپ شوی، نوموړی سیدجمال الدین د ایران اصلي اسیدونکی بولي او ادعا کوي چې سید یې خوریی دی؛ د همدې کتاب په یوه بله برخه کې وایي: “په دوو سفرونو کې ایران ته د علامه سید جمال الدین سره ور سره و ” په داسې حال کې چې د میرزا لطف الله یو لیک چې د عبدالحی حبیبي لاس ته ورغلي، په هغه لیک کې نوموړی د سیدجمال الدین د لېدلو هیله څرګندوي.
یو بل تاریخ د شاه شجاع تر عنوان لاندې خپل متن داسې پیل کوي ” شاه شجاع یو اراده من او انضباطي او فعال شخص و ” یو بل یې بیا په هند کې د انګریزانو د حکومت جیره خور سړی بولي.
په تاریخونو کې داسې مسایل خورا زیات دي، په دې وروستیو کې خو مو دا ډول موضوعات او پېښې په خپلو سترګو ولېدلې چې د پردیو موخو له پاره یې خپل هېواد ویجاړ کړو؛ خو ولې بیا هم ټولنې ته د اتلانو په نوم ور وپېژندل شول؛ دا یو څو بېلګې وې، داسې نور ډېر بېلګې هم لرو.
د تاریخ لېکلو دا ستونزه یوازې زموږ د تاریخ لېکلو پورې محدوده نه ده، بلکې ډېری هېوادونو کې دغه ستونزه شته چې لاملونو څخه مو مخکې یادونه وکړه؛ دا چې د هندوستان تاریخ د افغانستان له تاریخ سره اړیکه لري او دا هېواد له اوږده تاریخ څخه برخمن دی، سر ور ښکاره کوو؛ د ډاکټر مبارک علي یوه لېکنه چې استاد اسدالله غضنفر ژباړلې د رنجیت سنګ په اړه لېکلي دي ” دی له تظاهره لرې، متواضع، هوښیار او د زغم څښتن واکمن و. “
د ډاکټر مبارک علي په یوه بله لېکنه د فقیر وحیدالدین له قوله لیکي ” رنجیت سنګ چې په څومره اخلاص د سېکانو طلایي معبد یا تاران ته ور تللو، په هغومره اخلاص د مسلمانانو بزرګانو زیارتونو او هندوانو معبدونو ته هم حاضرېدۀ؛ ده د ټولو دېنونو بزرګانو ته مالي مرستې، جاګیرونه او سوغاتونه ورکول او له ټولو سره یې یو شان سخا کوله. ” دا هغه ځانګړنې دي چې یو کامل انسان ور څخه برخمن وي، چې دا ډول شخصیت لرونکي سره هیڅ ناوړه چارې نه ښایي؛ خو له بل پلو ډیویډ لاین په یو کتاب کې چې جعفر هاند پښتو ته د دوه پیړۍ په افغانستان کې بهرنیانو مداخله په نوم ژباړلی دی، د کتاب په یوه برخه کې لیکي: ” موهن لال هغه مهال لا ډېر حیران شو، چې رنجیت سنګ یې له نڅاګرو نجونو سره په خلوت کې ولېد. سنګ له نڅاګرو سره داسې لګیاو، چې ګنی له ډېر پخوا یې پېژني.” دا دوه متفاوتې څرګندونې دي، یو څوک چې دمره اخلاقي ځانګړنې ولري؛ هغه بیا څنګه امکان لري چې دومره ناوړه شي او یا چې یو څوک دومره ناوړه وي څنګه دومره اخلاقي ځانګړنې په ځان کې ځایولی شي؛ لکه څنګه مو چې مخکې هم یادونه وکړه، دا یو څو وړې بېلګې وې چې یادونه مو ورڅخه وکړه، موږ هېواد په دا وروستیو څلویښتو کالونو په ترڅ له داسې پېښو سره ډېر مخ شوي، چې دا په حقیقت کې د تاریخ لیکونکو د مینې او کرکې، د لیکوونکي شخصي تمایلو دی، سیاسي رقابت، ګوندي خواخوږي، د مشترک ایډیال ــ ایډیال بېلوالی …
موږ په ټوله کې په تاریخ او تاریخ لېکلو د بطلان کرښه نه راباسو؛ ولې د دې له پاره چې له حقیقت نه منحرف نه شوو، په دغه برخه کې ډېر غور کول بویه.
د تاریخ له لوستلو او په ځانګړي ډول بارو کولو څخه مخکي بویه چې لوستونکی د لیکوال په اړه لاندې ځانګړنو په هکله پوه شي : لیکوال څوک دی؟ له کوم سیاسي مکتب سره اړیکه لري؟ له کومو منابعو څخه یې د تاریخ په لیکلو کې ګټه اخېستې؟ د کوم ابډیال پلوي دی؟ له چا څخه کرکه کوي؟ او د چا خواخوږی دی ….. که لیکوال د دغو حالاتو او ځانګړنو څخه مبرا وو، په تاریخ لیکنه یې باوري ده او که نه د شخصي موخو له پاره کښل شوی دی.
اخځلېکونه:
امیر عبدالرحمن خان (۱۳۷۹) ل.ل کال، تاج التواریخ، دانش خپرندویه ټولنه. ( ژباړه: عبدالقیوم زاهد مشواڼی)
جامي، پوهندوی، خلیل احمد، ( ۱۳۹۶) ل.ل کال، د افغانستان معاصر تاریخ ته کتنه، مستقبل خپرندویه ټولنه ــ کابل ( ژباړه: حسیب الله حکیمزی)
غبار، میر غلام محمد، (۱۳۹۳) ل.ل، افغانستان د تاریخ په بهیر کې، دانش خپرندویه ټولنه. ( ژباړه: اورنګزیب ارشاد)
لاین، ډېوېډ، (۱۳۹۵) ل.ل کال، دوه پيړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله، ختیځ خپرندویه ټولنه. ( ژباړه: جعفر هاند)