سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپه څه باندې ۲ میاشتو کې ۷۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې...

په څه باندې ۲ میاشتو کې ۷۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت د ترافیکو ریاست وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲ سوه تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي او تر ۴ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په وروستیو څه باندې ۲ میاشتو کې مړه اوژوبل شوي دي.

د سږ کال د سرطان په پای کې د ترافیکو ریاست وویل چې د کال په لومړیو څلور میاشتو کې په ۱۳۰۰ ترافیکي پېښو کې ۵۰۰ تنه مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

خو له هغه مهاله وروسته په تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو کې ۷۰۰ تنه نور مړه شوي او ۳۵۰۰ ټپیان شوي دي.

د ترافیکو د لوی ریاست پر اساس، په تېرو ۶ میاشتو کې ۲۷۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

د ترافیکو د عمومي ريیس حسیب الله مختار په وینا تېر کال په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره ترافیکي پېښې ثبت شوې وې چې له کبله یې د یو نیم زر او دوو زرو ترمنځ کسان مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي وو.

تر ټولو ډېرې پېښې د کابل- جلال اباد په لاره کې ثبت شوي دي.

د ترافیکو د ريیس په وینا اکثره ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ، تېز سرعت او د مقرراتو نه رعایت له کبله رامنځته کېږي.

خو یو شمېر افغانان وايي چې د لارو خرابوالی، د ترافیکي نښو کموالی او د کیڼ لاس شترینګ لرونکو موټرو موجودیت هم د ترافیکي پېښو په زیاتوالي کې لوی رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب