پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان ادعا: د ځاځي میدان - کورمې ترمنځ په جګړو کې...

د پاکستان ادعا: د ځاځي میدان – کورمې ترمنځ په جګړو کې مو ۱۶ طالبان وژلي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د پاکستان پوځ ادعا کوي چې پر ډیورند کرښه په روانو نښتو کې یې لږترلږه ۱۶ طالبان وژلي او ۲۷ نور ژوبل کړي دي.

د پاکستان په پوځ پورې تړلې رسنۍ سما نن د پوځ پر اساس وویل چې ګواکي پر خپله پوله یې د افغان طالبانو بې موجبه یرغل ته ځواب ویلی او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

پوځ همداراز ادعا کړې چې په دې جګړو کې یې د طالبانو ټانکونه هم ویجاړ کړي دي. خو د هغو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

سما د پاکستان د پوځ له قوله وايي چې پوځ یې د پولې د امنیت په اړه پر خپل دریځ ولاړ دی او هغه دا دی چې هرراز بې دلیله یرغل ته ځواب وايي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ په پلوڅې سیمه کې له پاکستاني ځواکونو سره د وروستیو نښتو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو له سیمې څخه ترلاسه شوي خبرونه وايي چې لا هم خال خال نښته دوام لري. پرون د ماسپښین له یوې بجې وروسته یې شدت زیات و خو مازدیګر مهال ورو شوه او نن ورځ هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د جګړو ساحو ته نژدې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې ملکي خلک له خپلو مېنو څخه خوندي ځایونو ته وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب