سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، تر ۱۱۰۰ زیات پوځي وسایط ترمیم شوي

دفاع وزارت وايي، تر ۱۱۰۰ زیات پوځي وسایط ترمیم شوي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي چې د ځانګړو ځواکونو په ورکشاپ کې یې د زغرګاډیو په شمول سلګونه پوځي وسایط ترمیم او فعالیت ته چمتو شوي دي.

دفاع وزارت نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو د فرقې په ګارنیزیون کې ټولټال ۱۱۴۵ پوځي وسایط ترمیم شوي دي.

دغه وزارت نه دي ویلي چې دا وسایط کله له کاره لوېدلي وو خو یادونه یې کړې چې دا وسایط له تېرو څو کلونو را په دې خوا د ځانګړو ځواکونو د فرقې په جزوتامونو کې ویجاړ پراته وو.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دې ته هم اشاره نه ده شوې چې په یادو ۱۱۴۵ وسایطو کې څومره زغرګاډي او ټانکونه وو خو په عمومي ډول یادونه شوې چې د هغو په منځ کې زغرګاډي، هاموې ټانکونه، رینجرې، څلور ټایره موټرسایکلونه، واړه او غټ امبولانسونه او انترنشنل موټر شامل دي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو دفاع وزارت څو ځلي د ګڼ شمېر پخوانیو پوځي وسایطو او همداراز الوتکو او څرخکو د ترمیم خبرونه ورکړي دي.

امریکايي رسنۍ وايي چې متحدو ایالتونو په افغانستان کې لږترلږه د ۷ میلیارد ډالرو وسلې پرېښې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب