چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeسپورتد لوبغالي د لوندوالي له امله د افغانستان او نیوزلنډ لوبه ځنډېدلې

د لوبغالي د لوندوالي له امله د افغانستان او نیوزلنډ لوبه ځنډېدلې

د افغانستان او نیوزلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یواځینۍ ټیسټ لوبې نن دوهمه ورځ ده چې د باران له امله نه ده پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د افغان او نیوزلنډ لوبډلو ترمنځ د یوازنۍ ټسټ لوبې د دوهمې ورځ پیل د تېرې شپې د سخت اورښت او اوسمهال د لوبغالي د لوندوالي له کبله ځنډېدلی دی.
کرکټ بورد زیاتوي چې د شپې زیات باران شوی او نن د ورځې په ۲ بجې به بیاځلې لوبغالی ولیدل شي او پرېکړه به وشي چې لوبه پيل شي او که نه.
د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ یواځینۍ ټيسټ لوبه ډهلي ته نیږدې په ګریټر نویډا سپورټي لوبغالي باید تېره ورځ د سپتمبر په ۹مه باید پيل شوې وه خو د باران له امله نن یې دوهمه ورځ ده لا نه ده پيل شوې.
دا په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان د کرکټ درېیمه ټسټ لوبه ده، چې تر ایرلینډ او سریلانکا وروسته ترسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب