دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ښځو او ماشومانو په مخکې...

د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ښځو او ماشومانو په مخکې ګڼ شمېر کورونه وسوزول

تاند (جمعه / د سنبلې ۱۶مه) — د پاکستان پوځي ځواک د دغه هېواد په نا ارام ایالت بلوچستان کې د اوسېدونکیو په حضور کې د هغوی کورونو ته اور ورته وکړ.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر خلک ګوري او کورونه یې د اور په لمبو کې سوزي.

په ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د کورونو استوګن ماشومان او ښځې چیغې وهي، فریادونه او ژړاګانې کوي خو څوک یې خبرو ته غوږ نه نیسي.

په کاناډا کې د بشري حقونو یوې پاکستانۍ فعالې لیلا عنایت په دې مناسبت په خپله اېکسپاڼه لیکلي، «په بلوچستان کې د وراني ویجاړي په لیدلو سره زما زړه مات شو،»

هغې لیکلي، «د پاکستان د پوځ له خوا د بلوچانو په کورونو باندې ډزې او هغو ته اور ورته کول یو وحشیانه حقیقت دی چې د حکومت په انسانیت باندې زما شک راپورته کوي،»

تر دې مخکې، وړمه ورځ په بلوچستان کې «کوېټه ساینس کالج» ته اور ورته کړای شو، او د دغه کالج یوه مسؤل خبریالانو ته وویل چې اور د شپې ولګېد او تر سهار پورې د اور وژنې د ادارې هیڅوک رانه غلل چې ګل یې کړي.

هغه وویل، له درسي او تدریسي موادو څخه رانیولې تر تحقیقي رسالو پورې هر څه د اور خوراک شول، او اوس یوازې دېوالونه پاتې دي.

د نا ارامۍ وروستۍ څپې وروسته له هغه زور واخیست چې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالیو د خپل یوه پخواني مشر اکبر بګټي د ۱۸م تلین په یاد په بېلابېلو سیمو کې په پوځي چاوڼیو بریدونه وکړل او د یوې اعلامیې له مخې یې ۱۶۵ پاکستاني سرتېري ووژل.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخبارات په ۱۹۴۷ کې د برتانیا له خوا د پښتنو او بلوچانو په سیمو کې د دغه هېواد له تاسیس راهیسې د افغانستان، هندوستان، بنګله دېش او کشمیر په شمول د سیمې د هېوادونو لپاره په یوه لوی سرخوږي بدل شوي او په ګڼ شمېر جنایتونو کې ښکېل دي.

2 COMMENTS

  1. پنجاب بيا خپله چټله اوظاامه څيره نړي ته شکاره کړه پاکستان او اسرایيل ضد بشريت اعمال به تر کله وي خو تاريخ ښوولي چي د ظلم چلونکو نږدي يا لري راتلونکي لوطيانو شانته وي.
    ورک د وي باکستان

  2. دغه د سیهونیستي یهودو سکه ورور خنزیر پنجابی کافرستان بې همتي ده. په بیوزلو خلکو یې زور بر ده. د بشریت حامي سوډره امریکه او برطانیه فاحشه پټه خوله دي. تف لعنت په دغه مرتد ملت 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب