دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد قرغیزستان د کابینې رييس له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې...

د قرغیزستان د کابینې رييس له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی وښود

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۶ مه) د قرغیزستان د وزیرانو شورا رئیس اکیل بیک جاپاروف (عاقل بېک جباروف) په بشکیک کې د افغانستان د سفارت له شارژدافېر نورالله امین سره وکتل.

دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د قرغیزستان (۲۴کرګیز) رسنۍ نن راپور ورکړ چې اکیل بیک جاپاروف په دې کتنه کې، د قرغیزستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، ترانسپورتي اړیکو، په افغانستان کې د کاني زیرمو د ګډې پراختیا، د انرژۍ، صنعت او کرنې په برخو کې د همکارۍ او په هغو پروژو کې فعال کار ته د قرغیزستان پر لېوالیتا خبرې وکړې چې دغه هیواد یې ژمنه کړې ده.

نورالله امین له غونډې مننه وکړه او د لا زیاتو همکاریو هیله یې څرګنده کړه.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د قرغیزستان جمهوریت، طالبان د منع شویو سختدریځو سازمانونو له لېست څخه ایستلي دي. خو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب