تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۷ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، ټي ټي پي د افغانستان له خاورې حملې تنظیموي خو د طالبانو لوی درستیز وايي، پاکستان د خپلې ادعا لپاره هیڅ سند نه لري.
شهباز شریف د خپل حکومت د کابینې په غونډه کې وویل چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان له خاورې څخه د دغه هېواد پر ضد بریدونه پلانوي.
ده زیاته کړه چې له افغانستان څخه د ټي ټي پي د وسله والو بریدونو پلان او تنظیم کومه پټه خبره نه ده.
د پاکستان صدراعظم همداراز وویل: “د ترهګرۍ لپاره ځای نشته. اوس د دې وخت رارسیدلی چې له منځه یووړل شي، موږ به د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره پوځ ته هغه سرچینې چمتو کړو چې اړتیا ورته لري.»
له بلې خوا د طالبانو لوی درستیز وايي، ټي ټي پي د پاکستان دننه سیمې په کنټرول کې لري او له هماغه ځایه خپل عملیات پلانوي او اجرا کوي.
فصیح الدین فطرت وویل چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون په اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
ده په عین حال کې وویل چې طالبان به ټي ټي پي ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد عملیات وکړي.
د طالبانو لوی درستیز وویل، “پاکستان باید په مکرر ډول د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان ونه اچوي، او موږ د پاکستان ادعا په کلکه ردوو. د پی ټی پی تمویل او تجهیز له دې ځای څخه نه کېږي.”
تر دې مخکې، شهباز شریف په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې ناامنۍ ته هم اشاره کړې وه او ویلی یې و چې دوی به د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارول ونه زغمي.