Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۷ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډله وايي چې د هیروف په نوم په فدايي عملیاتو کې یې ځواکونو د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د ۱۳ ولسوالیو په ۴۰ ځایونو کې ۴۴ بریدونه وکړل.

دې ډلې پرون (سې شنبې) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو بریدونو په لړ کې یې خپل ۱۳۰ دښمنان وژلي او ۵۵ نور ژوبل کړي دي.

دې ډلې همداراز ویلي چې د خپلو عملیاتو په لړ کې یې په دوو ځایونو کې د ګاز نللیکه، په ۷ ځایونو کې ریللاره، او په ۲ ځایونو کې پُلونه ویجاړ کړي دي.

د بلوچستان د ازادۍ ډله، چې پاکستان یې ترهګره ډله بولي، همداراز وايي چې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۳ لارۍ سوځولي چې کاني مواد پکې بار وو.

د دوی په وینا، د دوشنبې د ورځې په پراخو عملیاتو کې یې په بلوچستان کې په ۱۴ ځایونو کې لارې بندې کړې.

دا ډله زیاتوي چې د ګوادر په ساحلي سیمه کې یې د پولیسو پر تاڼې د برید په ترڅ کې پولیسو اسیران کړل او له هغوی څخه یې ۲۳ میله وسلې ترلاسه کړې.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په بیلابیلو سیمو کې پاکستاني پوخیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات ورکړي خو د خپلو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې چې ۱۴ سرتېري یې وژل شوي او ۲۱ بلوچ بېلتون غوښتونکي یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ عموماً د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلو خبرونه پټوي او رسنیو ته هم اجازه نه ورکوي چې څه ووايي او مقابل لوري ته د مرګ ژوبلو د اړولو په باب له مبالغې کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...