دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د سټېج، ډرامې او فلم، آرین خان څومره پېژنۍ؟

د سټېج، ډرامې او فلم، آرین خان څومره پېژنۍ؟

 ولي الله ملکزی

د ننګرهار ولایت چې د خپلې جغرافیايي ښکلا او طبیعت له مخې په همېشه بهار سره له پرېمانه شهرت څخه برخمن دی، د مرکز (جلال آباد) ترڅنګ ۲۲ ولسوالۍ لري. یوه یې کامه ده چې د کونړ د باغي او څپانده سیند په ختیزې ډډې کې غځیدلې پرته ده. دغه ولسوالي د شمله ور سیاستوال او شهید صدراعظم، موسی شفیق او د ژبورو ادیبانو او پوهانو هریو قیام الدین خادم، محمد ګلاب ننګرهاري، عبدالوکیل صداقت، امان الله سېلاب، غوث خېبري او محمد حسن ولسمل ټاټوبی دی. همدا شان کامې پخپلې غیږې کې د ځوان کول سترګه ور شاعران او څیړونکي، محمد آصف صمیم، اجمل ښکلی او اجمل اټک یوسفزی هم روزلي دي.

له بله پلوه، کامه د ګڼ شمېر هنرمندانو بڼ ګڼل کیږي چې محمد دین زاخیل او تاند آرین خان یې د میوه دارو ونو په پاسنۍ لیکې کې ولاړ دي. د سټیج، ډرامې، فلم، موسیقي او تکواندو په ډګرونو کې لوبېدلی آرین خان، د ۱۹۸۴م کال د مارچ په اوومې نیټې ننګرهار کې زیږیدلی او د اته کلنۍ په عمر، د نورو لکونو افغانانو په څېر کوزې پښتونخوا ته کډه شویدی. نوموړي په ۱۹۹۹م کال کې د ښوونځي په مهال، د افغان مهاجرینو د تکواندو د ملي فدراسیون په سیالیو کې د لومړي مقام په ګټلو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. درې کاله وروسته یې د پاکستان د تکواندو د ملي ټیم د اتلولیو په پایلو کې «د سرحد سلطان » او بیا څه وخت وروسته په تیاتر کې د « خان » لقبونه خپل کړل.

له ۲۰۰۲م کال څخه نیولې تر ۲۰۰۵م کال پورې یې په یو شمیر پاکستاني اردو فلمونو کې کار وکړ. ورپسې یې د دغه هیواد د رسمي ټلویزیون (PTV) ډرامو او سریالونو ته لاره ومیندله، د سندرو سټوډیو ګانو ونازولو او د فېشن شو په دړې باندې له تیریدو سره جوخت، غوره څیره وګڼل شوه. په ۲۰۰۶م کال کې بیرته خپل هیواد ته راستون شو، د افغان فلم، تیاتر او د شمشاد او آریانا له ټلويزیوني چېنلونو سره یې همکاري پیل کړه. په ۲۰۰۸م کال کې یې (څوک غواړي چې ملیونر شي؟) په نوم یو نوښتګر پروګرام پیل کړ، په لږ وخت کې یې ډیر مزل وکړ او د هیواد په ځوانانو کې یې د سیالۍ او ابتکار یوه رنګینه جذبه پیدا کړه.

له آرین خان څخه مې پوښتنه وکړه چې په رسنیو کې ته د افغانستان د شاه رخ خان په نوم یادیږې، آیا دا نوم تا پخپله خوښ کړی که خلکو درباندې ايښی دی؟ دا ډول ځواب یې راکړ: «هر څوک باید د خپل شخصیت، هویت او کرکټر له مخې و پېژندل شي، نه له بل چا سره د قوارې د شباهت په خاطر. زه خپل مقام لرم، د هنر په هر ډګر کې سخت زیار باسم او د ځان لپاره مې یوځای جوړ کړیدی. زه له خپلو علاقمندانو او دوستانو څخه هیله کوم چې په نورو نومونو دې ما نه یادوي،‌ بلکې د افغانستان د آرین خان په نوم او حیثیت دې ما وپيژني».

د څارونکو له نظره، د آرین فلمونه او ډرامې، ډېر کله درې څرګند پیغامونه له ځان سره لري: د افغاني لباسونو عام کول، د زور او جبر له لارې د نجونو د واده کولو د منفي کلتور مخنیوی او له خپل هیواد سره د هیواد والو شعوري تړون. ښايي د همدې احساس له وجې یې د افغان کریکټ ټیم لپاره (دې ګریټ افغان) په نوم یوه ځانګړې سندره ترتیب او خپره کړه چې ډیره وستایل شوه. د لیلی مجنون په نوم یو فلم کې یې مرکزي رول ولوبلو، ولې د آدم خان درخانۍ هنري هڅه یې ډیره بریالۍ وه کومه چې د تیاتر په ډګر کې د ډیرو پروډوسرانو د پام وړ وګرځیدله. آرین خان وايي: «اوسمهال، زما یو له ډیرو ارزښتمنو لاسته رواړنو څخه په دولسو دقیقو کې د افغانستان د وروستني شل کلن بهیر یو ویډیوي تاریخي لنډیز دی. ما ورباندې ډیره خواري کړی او هیله مند یم چې ځوان کول به ورڅخه ډیر څه زده کړي وي».

داسې ښکاري چې د آرین خان په هنري فعالیتونو کې له وطن، سولې، امن،‌ ملي سرود او ملي بیرغ سره لېونۍ مینه دومره زیاته ده چې حد نه لري. نوموړی چې نن سبا د امریکا د ویرجنیا په ایالت کې اوسیږي؛ په یوې مهمې هنرې پروژې باندې کار کوي او په راتلونکې کې به یې لیدونکو ته وړاندې کړي. د آرین غټه آرزو دا ده چې د خپل هیواد (افغانستان) د ملي ارزښتونو او ویاړونو اړونده شاهکار فلمونه جوړ کړي. په یوټیوب او ډله ایزو رسنیو کې یې سندریز البم زښته زیات لیدونکي او اوریدونکي لري. آرین خان راته وویل: « زما د ټولو سندرو شمیر د ۳۵ شاو خوا دی او دا شمیره ځکه لوړه نه ده چې زه تل د مِقدار په ځای، په مِعیار باندې لنګر اچوم».

د بنډار په پای کې، د افغانستان دننه د هنر او هنرمندانو د قدر په اړه مې وپوښته؛ نو له څه درنګ اوچوپتیا وروسته داسې ګویانه شو: « که دې پام وي زموږ خلک هنر خوښوي، خو د هنرمندانو د قدر چل یې نه دی زده. که زه په هند کې پیدا وای، نو الله پوهیږي چې نن به په کوم ځای او مقام کې ووم؟ په هند کې د پټانانو (پښتنو) راج وګوره چې په باليووډ کې څومره ځلیدلي دي؟» بیا یې د جهاني صیب دا شعر راته ولوست:

د دې وطن په نصيب نه دي رسېدلي خلک

 چې يې ميندلي دي په کاڼو يې ويشتلي خلک

د ړندو ښار دی له ډېوې سره خپلوي نه لري

د سترګورو ډلې  ډلې دي وتلي خلک

د هر وګړي په څېره کې بلا ګانې وينم

 دلته هيندارو ته لا نه دي درېدلي خلک

————————

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولای شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب