پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+پوځي تجهیزات؛ ملی شتمنې ده | پوهاند نصرالله ستانکزی

پوځي تجهیزات؛ ملی شتمنې ده | پوهاند نصرالله ستانکزی

په دي وروستیو ورځو کي په ازبکستان کي د امریکا د متحده ایالاتو سفیر څرگنده کړې ده؛ هغه چورلکې او پوځي الوتکې چي د افغانستان د اسلامی جمهوریت له سقوط سره ازبکستان ته لیږدول شوي؛ په نوموړي هیواد کي پاته کیږي؛ او پر دي برسیره د امریکا سفیر تر ټولو بده او له مسوولیت پرته وايي چي دا د افغانستان ملکیت نه شمیري.

د ښاغلي سفیر دا څرگندوني دا په ډاګه کوي چې نوموړي او همدارنگه ازبکستاني مقامات، د هغو تړونونو او موافقتنامو څخه بې خبره دي په تیره بیا «د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو تر متځ امنیتی تړون» څخه، چي په ۲۰۱۳ کال کي د دواړو هیوادو تر منځ لاسلیک شوي دي. د دې تړون او تر هغه وړاندی د دواړو هیوادونو تر منځ ستراتیژیک تړون، له ناټو سره موافقتنامې او اړوند نور اسناد؛ دا څرگندوي چي له حقوقي اړخه د امریکا متحده ایالاتو منلې وه چې د افغانستان وسله وال پوځ سمبال او وروزي؛ د ساري په توگه د امنیتي تړون په دوهمه ماده کې داسي راغلي چې:« … د ساحوي انجنیرۍ، د سرک د غاړې د بمونو او نورو چاودیدونکو توکو د خنثی کولو په برخه کې د قابلیتونو پر لوړولو برسیره، د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ته مشوره ورکول، د هغوی روزنه، تجهیز، ملاتړ او مرسته، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترانسپورتی او لوژستیکي سیستمونه ایجاد او ارتقا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې د قابلیتونو لوړول، د هوایي ځواکونو د قابلیتونو پیاوړي کول، د گډو پوځي تمرینونو ترسره کول او داسي نور فعالیتونه چې کیدای شي د دواړو لوریو د موافقې په صورت کې تر سره شي. دواړه لوري د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ودې پر جزییاتو باندې «د افغانستان د ریکارد پروگرام» او د ۲۰۱۲ میلادی کال د شیکاگو د سر مشریزې له مصوبې سره سم او همدا راز «د امنیتي مشورتي مجمع» د چوکاټ پر اساس خپل کار ته دوام ورکوي.»

د دغه حکم پر مبنا ؤ چې امریکايي قواوو د افغانستان د هوایي ځواک تجهیز ته چټکتیا ورکړه، او یو شمیر امریکایي ساخت چورلکې یې افغان هوایي ځواک ته ورکړې چې د افغانستان د ملي اردو تر نښان لاندي یې خپل فعالیتونه ترسره کول، او دغه تجهیزات او پوځي وسایل د افغانستان د اردو ملکیت شول.

دلته موخه د دغه تړون حقوقی ارزونه نه ده، بلکې هدف دا دی چې هغه الوتکې او چورلکې او نور پوځي تجهیزات د افغانستان د خلکو ملکیت دي، او هیڅوک نه شي کولی د بل شخص ملکیت د هغه له تصرفه وباسي او بل چا ته یې وسپاري.

دا چي دا تجهیزات د افغانستان اوسني حکومت (طالبان) ته ورکول کیږي یا نه؟ دا هم بیل بحث دی چي د نړیوالو حقوقو د اصولو او قاعدو په رڼا کې باید ځواب ومومي.

نو، دغه الوتکې او چورلکې چې د امریکا او افغانستان د مشروع حکومت تر متځ ؛ رسما او د حقوقي اسنادو په رڼا کې افغان لوري ته سپارل شوي دي. د هبې وړ نه ده، هیله ده امریکاییان او ازبکستانیان دافغانستان د خلکو په ملي شتمنیو باندې له لویو او د حقوقي موازینو پر ضد خپل اقدامات ودروي، او له دې زیات افغان ولس ونه ځوروي، په تیره بیا ازبکستان دي باید دې ټکي ته پام ولري چي زمانې بدلیږي، خو؛ مکان نه بدلیږي او مونږ سره گاونډیان یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب