Homeخبرونهد پنتاګون ویندوی وايي، په افغانستان کې پر داعش سربېره نورې ترهګرې...

د پنتاګون ویندوی وايي، په افغانستان کې پر داعش سربېره نورې ترهګرې ډلې شته

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۷ مه) د امریکا دفاع وزارت وایي، سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله په بشپړه توګه له منځه تللې، خو یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم په دغه هېواد کې فعالې دي.

د پینتاګږم یا د امریکا د وزارت ویاند جنرال پیټ رایډر پرون (سې شنبې) وویل چې اوس په افغانستان کې ډیرې ترهګرې ډلې شته او له همدې امله دوی د سیمې څارنې ته دوام ورکوي.

ښاغلي رایډر د تروریزم پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی د داعش په څېر د ډلو پر ګواښونو سترګې نه شي پټولی.

سره له دې چې په افغانستان کې د داعش د موجودیت او فعالیت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو پرون وویل چې داعش له منځه تللې او په افغانستان کې نه شته.

تر دې مخکې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد هم په ځلونو ویلي چې د داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او ځینې غړي یې په غرو رغو کې د تېشتې په حال کې دي.

له هغه وخته چې طالبان درې کاله وړاندې په افغانستان کې واک ته رسیدلي داعش په هېواد کې د یو شمېر بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

1 COMMENT

  1. TALIBS HAVE CONTROL ON ALL AFGHANISTAN,
    ONLY PROBLEM IS TO OPEN DOOR FOR EDUCATION
    SCIENCE AND TECHNOLOGY IS A FACTOR FOR ONE NATION
    TALIBS LIKE ONLY RELIGION AND NO OTHER BRANCH OF KNOWLEDGE
    LIKE MUSIC/ARTH//MOVIE.
    PEOPLES LIKE THAT.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...