پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې موسمي ورښتونو او سیلونو ۲۴۵ تنه مړه کړي

په پاکستان کې موسمي ورښتونو او سیلونو ۲۴۵ تنه مړه کړي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۷ مه) د پاکستان د طبیعی پیښو او مدیریت ادارې نن (چهارشنبې) وویل چې په وروستیو اوونیو کې د مونسون بارانونو او سیلونو لږترلږه ۲۴۵ تنه مړه کړي دي.

د دې ادارې پر اساس، په مړو شویو کسانو کې ۱۲۱ تنه ماشومان او ۴۸ ښځې هم شاملې دي.

چارواکي وایي، په دغو پېښو کې زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د روان لمریز کال د جولای له ۲مې څخه د اګست تر ۲۷ پورې د مونسون بارانونو په پاکستان کې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.

د پاکستان د طبیعي پېښو او مدیریت اداره وایي، تر ټولو ډېر کسان په پنجاب ایالت کې مړه شوي چې شمېر یې ۹۲ کسانو ته رسیږي.

د دغه سازمان په وینا، په دغو پیښو کې ۴۴۶ کسان ژوبل شوي هم دي. تر۱۰۰۰ ډېر کورونه بشپړ نړېدلي او تر ۳۰ زره ډېر کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د راپور له مخې، سیلونو په ټول پاکستان کې ۸ ښوونځي او ۳۵ پلونه هم ویجاړ کړي دي.

نن سبا په پاکستان کې د مونسون د موسمي بارانونو وخت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب