پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران دوه نور افغانان اعدام کړل

ایران دوه نور افغانان اعدام کړل

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۷ مه) د ایران د بشري حقونو دوو سازمانونو نن (چهارشنبې) راپور ورکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت د دوو افغانانو په ګډون څلور بندیان د مخدره توکو په تړاو اعدام کړي دي.

د بشري حقونو د دغو دوو ټولنو پر اساس، دوه افغان بندیان د تبریز په مرکزي زندان کې اعلان شوي دي.

د ایران د بشري حقونو او هه نګاو اعلان وکړ چې ۳۲ کلن محب الله او ۲۷ کلن مشرف له دوو نورو بندیانو سره د دوشنبې په سهار د تبریز په مرکزي زندان کې په بېلابېلو تورونو اعدام شول.

دوه نور اعدام شوي بندیان شاپور حسیني (د تبریز اوسیدونکی) او عرفان عبدالعزیري (کورد) نومېږي.

د ایران د بشري حقونو بهرمېشتو سازمانونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې ژر به دوه نور افغان بندیان، چې حاضردمه کوټه قلفي دي، په دار وځړول شي.

“محب الله او مشرف، چې افغانان دي، دوه کاله وړاندې د نشه یی توکو او وسلې د لېږدولو په تور یو ځای  ونیول شول او په اعدام محکوم شول.”

د ایران حکومت د تازه اعدامونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو د ایران حکومت او رسنۍ عموماً نه غواړي چې د اعدامونه خبرونه خپاره کړي ځکه چې ایران په نړۍ کې تر ټولو ډېر اعدامونه کوي او له دې کبله پرې نیوکې ډېرې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب