Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران پاکستان ته د ۱۸ میلیارد ډالره جریمې خبرداری ورکړ

ایران پاکستان ته د ۱۸ میلیارد ډالره جریمې خبرداری ورکړ

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۷ مه) د پاکستان د حکومتي سرچینو په وینا، دغه هیواد له ایران سره ډیپلوماتیکې خبرې کوي چې د پاکستان او ایران د ګازو د پایپ لاین په اړه روانه لانجه حل کړي. دغه پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا د بندیزونو له امله لس کاله ځنډول شوې ده.

د پاکستان د حکومت یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ، د اګست په ۲۷ مه نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې ته وویل چې د پاکستان لپاره د ایران د ۱۸۰ ورځو د ضرب الاجل پای ته رسیدو ته په کتو، تهران مخکې تر دې چې د ګاز د ګډې نللکې پروژې په پلي کولو کې د اسلام اباد له لوري پر ژمنې د نه درېدو په خاطر د قضاوت محکمې ته مراجعه وکړي، پاکستان ته وروستی خبرداری لیږلی دی.

د راپور له مخې، ایران پاکستان ته خپل وروستی خبرداری اعلان کړی او ویلی یې دی چې تهران له دې پرته بله چاره نه لري چې د پاریس د قضاوت محکمې (PAC) ته شکایت وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۲۸مه) راپور ورکړ چې پاکستاني چارواکو یادونه وکړه چې ایران په خپل خبرداري کې د کوم تاوان یادونه نه ده کړې او خبرداری یې ورکړی چې ممکن د رسنیو له راپورونو څخه د پاکستان پر ضد ګټه واخیستلی شي. چارواکي وایي، د دې لانجې د هواري لپاره دیبلوماتیکې هڅې روانې دي.

د فرانسې محکمې ته شکایت

دا پروژه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا له خوا د بندیزونو له امله لس کاله ځنډول شوې ده.

نیوز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په قول لیکلي”د ګاز پیرودلو قرارداد (GSPA) په ۲۰۰۹ کې د فرانسې له قوانینو سره سم لاسلیک شو، او په پاریس کې د قضاوت محکمه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف په اړه د پریکړې کولو مرجعه ټاکل شوې ده.” خو د فرانسې د قضاوت محکمه د امریکا بندیزونه په رسمیت نه پېژني.”

د دې پایپ لاین د جوړېدو په صورت کې به له ایران څخه د ورځې ۷۵۰ میلیون مکعب فوټه ګاز پاکستان ته صادر شي.

د بیاکتل شوی قراداد له مخې، پاکستان مکلف و چې د سږ کال له فبرورۍ څخه تر مارچ  پورې په خپله خاوره کې د پایپ لاین یوه برخه جوړه کړي.

د جریمې اندازه څومره ده؟

ایران تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه تر دسمبر پورې پاکستان ته خپل دوهم قانوني اخطار ورکړی و او له پاکستانه یې وغوښتل چې د ۲۰۲۴ کال له فبرورۍ تر مارچ میاشتې پورې د ایران او پاکستان د ګازو د نللیکې د پروژې یوه برخه جوړه کړي او یا ۱۸ میلیارده ډالره جریمې ته ځان چمتو کړي.

تهران د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې اسلام اباد ته اعلان وکړ چې اراده لري دا لانجه د قضاوت محکمې ته وړاندې کړي او ګواښ یې وکړ چې د ګازو د اخیستلو تړون (GSPA) د جزا پر بند به استناد وږکړي.

لکه څنګه چې یادونه وشوه، د ګاز پیرودلو قرارداد په ۲۰۰۹ کې لاسلیک شوی او د ۲۵ کلونو لپاره اعتبار لري، او د فرانسې د قضاوت محکمه د متحده ایالاتو بندیزونه نه تاییدوي یعني دا ورته دلیل کېدای نه شي چې امریکا د دې پروژې مخه نیولې ده.

ټاکل شوې وه چې دغه پروژه د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په میاشت کې بشپړه شي او د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه افتتاح شي. د لومړني تړون له مخې، پاکستان مکلف دی چې د قرارداد د جریمې د بند پر اساس د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه ایران ته هره ورځ یو میلیون ډالر ورکړي.

تهران د پاکستان هغه ادعا بیا بیا رد کړې چې وایي د امریکا بندیزونه د توجیه وړ دي. عراق او ترکیه د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت له مخې د ایران ګاز کاروي او هند هم د پټرولیم محصولاتو د کارولو لپاره معافیت ترلاسه کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...