رحمت شاه فراز
دې ته د اسلام سليقه يي تعبير نوم ډېر مناسب دی، په دې چې په دې جريده کې د قوانينو په ځای د يوه خاص مذهبي فکر احکام راوړل شوي او د ځانګړي ليدلوري استازي کوي. د سليقه يي تعبير دغه احکام يوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري. دغه احکام د دوی د مشر د فرمان د نهمې ګڼې له مخې ترتيب شوي.
د دغې جريدې د لومړي فصل په دريمه ماده کې يو شمېر اصطلاحات تعريف شوي. معروف ته ليکل شوي: هغه قول يا عمل دی چې شريعت ښه ګڼلی وي او د منکر په تعريف کې ويل شوي چې هغه قول او عمل دی چې شريعت بد ګڼلی وي.
په دې لیکنه کې موږ تر ډېره پورې دا پوښتنه ځوابوو، چې له معروف او منکر مراد څه دی او آیا د معروف او منکر د امر او نهي لپاره قوانین جوړول د اسلام له روح سره مطابقت لري او که نه؟
په دې جریده کې د معروف او منکر راغلی تعریف داسې څوک کولی شي، چې د اسلامي لارښوونو د تبليغ په ځای د تنفيذ ارمان ورسره وي. د دې تعريفونو لپاره په جریده کې په حنفي مصادرو اتکا شوې.
آیا په قرآن او حدیث کې هم د معروف او منکر هماغه تعریف دی، چې په دې قانون کې یاد شوی؟ په قرآن کریم کې د معروف کلمه ۳۹ ځله او د منکر کلمه ۱۲ ځله راغلې او په هېڅ ځای کې هم د شریعت د ښه یا بد او یا د شرعي نېکي او ګناه په معنا نه دي راغلي. په قرآن کريم کې د معروف کلمه یوازې په یوه معنا کارول شوې او څوک چې ادعا کوي، چې په بله معنا هم راغلې، باید له قرآن څخه خپل دلیل راوړي. په قرآن کریم کې معروف هغه قول او عمل ته ویل شوي، چې د يوې ټولنې له دود او دستور سره مطابقت ولري او منکر هغه قول او فعل ښودل شوی، چې له دود او دستور سره په ټکر کې وي.
په دې قانون کې په معروف د امر او له منکر د نهي لپاره د دلیل په توګه د قرآن کریم هغه آیتونه تقریباً ټول د دلیل په توګه نیول شوي، چې په هغو کې د مؤمنانو په هکله دا خبره شوې، چې « يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ». له دغه ډول آیتونو ورسته د استدلال بل بنسټ يې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا حدیث دی: مَن رأى منكم منكرا فليغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإيمان. (رواه مسلم، ۱۷۷) ژباړه: په تاسو کې چې چا بدي ولیده، نو په لاس دې يې راګرځوي. که مو وس نه رسېده، په ژبه يې را وګرځوئ. که مو بیا هم وس نه رسېده، نو په زړه کې يې بد وګڼئ، او دا د ایمان تر ټولو ټیټه درجه ده.
په دې قانون کې لومړنۍ اشتباه دا ده، چې منکر ته د شرعي ګناه یا بدي په سترګه کتل شوي. او بله اشتباه د دې لپاره پیدا شوې، چې فکر شوی، د ایمان تر ټولو لوړه درجه دا ده چې په لاس د بدیو مخه ونیول شي او د دې کار لپاره باید قانوني هلې ځلې وشي. که د همدې لوړې درجې ترلاسی هدف نه وي، نو بیا قانون ته اړتیا نه پېښېږي، ځکه تر یو څه حده په ژبه او زړه کې هر مسلمان بدیو ته بد وايي.
په دې حدیث کې د بدیو لپاره د «منکر» کلمه راغلې. له منکر نه مطلب هغه بدۍ نه دي، چې د سوچه مذهبي احکامو د سرغړونې له امله منځته راځي، بلکې هغه بدۍ دي، چې ټول انسانیت یې د مذهب او ملت له توپیر پرته بدې ګڼي. غلا، دروغ، بد دیانتي، درغلي، خیانت، په تله او تول کې کمی، ملاوټ، حق تروړنه، فحشا، په ځان، مال او ناموس تېری او د دغه ډول نورو بدیو لپاره په عربي ژبه کې د «منکر» کلمه راځي. د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا قول د همدې بدیو په تړاو دی. په قرآن کریم کې چې د په معروف د امر او له منکر نه د نهي کوم حکم بیان شوی، دا حدیث د همدې حکم یوه فرعه ده او نبي کریم صلی الله علیه وسلم خبرداری ورکړی، چې که دغه بدۍ د خپل واک په دایره کې په زړه کې هم بدې ونه ګڼئ، نو بیا تر هغې د ایمان ټیټه درجه نشته.
(ان لم یستطع) وییکي چې په دې روایت کې راغلي، پر هغو هم باید ځان پوه کړو. د دې مطلب هغه وس نه دی، چې یو انسان په یو شي مکلف ګرځوي، په دې چې که د دغه وس او استطاعت په نشتون کې په کوم حکم عمل ونه کړي، نو د ایمان ټیټې درجې ته نه را کوزېږي. په روایت کې دغه الفاظ د جراات او حوصلې په معنا راغلي دي چې د ایمان په ضعف او قوت کمېدلی یا ډېرېدلی شي. نو دا یوازې د واک دایره ده چې که چېرته یو کس په خپل لاس د یوې بدي مخه نه نیسي، نو د هغه په اړه دا خبره کولی شو، چې هغه د ایمان په لومړنۍ درجه کې نه دی پاتې، ځکه چې له واک او اختیار سره سره یې د بدي د مخنیوي هڅه ونه کړه. مګر دا هېڅ کله په دې معنا نه ده، چې د ایمان د لوړې درجې د ترلاسي لپاره دې خلک ډلې او حزبونه جوړ کړي او د منکراتو د ازالې په خاطر دې بازارونو ته راووځي. که دغه ډول اقدام کېږي، نو دا به تر ټولو بد فساد وي، چې په دین کې يې هېڅ ګنجایش نشته. د دین ټول احکام د انسان په اختیار او د انسان د استطاعت له مخې ورکول شوي. (لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا) یو قطعي اصل دی، چې د دین او شریعت په ټولو احکامو کې ورته توجه شوې ده. د نهي عن المنکر په هکله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمانونه باید د همدې اصل په رڼا کې وګورو.
د دغه قانون پر کمزورو اړخونو ډېرې زیاتې خبرې کېدلی شي، خو دا چې زموږ موضوع یوازې د معروف او منکر پېژندل وو، نو د قانون په مادو خبرې نه کوو. د دغه قانون تر لوستو وروسته انسان دې نتیجې ته رسېږي، چې دا قانون په څلورمه یا پنځه هجري پېړۍ کې جوړ شوی او په یوویشتمه پېړۍ کې د تطبیق لپاره راوړل شوی، دلته يې یوازې د دوه ویشتمې مادې نهمه شمېره راوړم، چې د ځانګړو منکراتو اړوند د محتسب مسؤلیت تر عنوان لاندې راغلې: «۹- له ټایپ، راډیو او دغه شان نورو شیانوو څخه غلطه ګټه اخیستنه او په کمپیوټر، موبایل او دغه شان نورو شیانو کې د ذيروح شیانو انځور او ویډیو جوړول او کتل.»
مقاله د قرآن کریم په دې ښکلي آیت پای ته رسوو:
فَمَن يُرِدِ اللّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلإِسْلاَمِ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاء. ژباړه: نو چاته چې الله هدايت كول غواړي، سينه يې د اسلام لپاره پرانيزي او چاته چې وغواړي بې لارې يې كړي نو د هغه سينه داسې تنګوي لكه چې د اسمان په لور ختلو هڅه كوي. (الانعام، ۱۲۵)
اصل کی باید دغه عنوان اصلاح شی او ښه ترجمه په پښتو کی ده ( ښه وکړه، بد مکړه وزارت)
فکر کوم دغه نوم یې د ریشخند کولو لپاره ورته ورکړی دی، کنه فراز صیب خو تکړه لیکوال دی په دغسې ترجمو ښه پوهیږی.