Homeخبرونهپه یوولس ولایتونو کې د باران او سیل وړاندوینه شوې

په یوولس ولایتونو کې د باران او سیل وړاندوینه شوې

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې نن (جهارشنبې) او سبا (پنجشنبې) به د افغانستان پنځلس ولایتونه د سختو بارانونو، سیلونو او بادونو شاهد وي.

د هواپېژندنې د ادارې او همداراز د اوبو اوانرژۍ وزارت په خبرپاڼو کې ویل شوي چې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ورښت او سیلونو وړاندوینه کېږي.

د روان کال د مې میاشتې له نیمایي راهیسې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر له پسې بارانونه اوري او په ډیرو مواردو کې شدید بارانونه د سیلونو سبب شوي چې له کبله یې سلګونه کسان مړه شوي او ډېر مالي تاوانونه یې اړولي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو پر غاړو مېشتو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سیلونو د راوتلو خطر ته پام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...