جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د باندنیو چارو وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې ته...

د طالبانو د باندنیو چارو وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې ته بلل شوی

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی نن (سې شنبې په ورځ د اګست په ۲۷مه) افریقايي هیواد کامرون ته لاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل، په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې ښاغلی متقی به د کامرون په پلازمېنه کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰مه غونډه کې برخه واخلي.

تمه کیږي چې دا غونډه سبا، د پنجشنبې او جمعې په ورځو (د اګست په ۲۸ او ۲۹) ترسره شي.

ښاغلي تکل زیاته کړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د غونډې په څنډه کې د کامرون له چارواکو او د دغه سازمان د یو شمېر غړو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

د روان لمریز کال په حمل میاشت کې (مارچ – اپریل) د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې بشري حقونو، په ځانګړې توګه د زده کړو او کار په برخو کې د نجونو او ښځو حقونو ته، درناوی وکړي.

همداراز د اسلامي همکارۍ سازمان یوه پلاوي د اپریل په میاشت کې له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړ او په افغانستان کې یې د ښځو د بنسټیزو حقونو پر یقیني کولو ټینګار وکړ.

د اسلامي همکارۍ سازمان اکثره غړي او چارواکي په دې اندېښمن دي چې طالبان خپل اقدامات، په تیره بیا د ښځو خلاف اعمال د اسلام په نوم ترسره کوي چې په نړۍ کې د اسلام په اړه ناوړه تصور رامنځته کوي او د اسلام دښمنانو ته حربه په لاس ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب