پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار د افغانستان د ګډوږډۍ پړه...

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار د افغانستان د ګډوږډۍ پړه پر ټرمپ واچوله

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۷ مه) په داسي حال کې چې د امریکا پخوانی ولسمشر او د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیاله کاملا هریس له افغانستانه د امریکا د بې بندوبسته وتلو مسوول بولي، د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وایي، پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او په ترڅ کې یې د شوې ګډوډۍ مسول دی.
ښاغلي مسټر پرون سې شنبې له سي.این.این تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، ټرمپ له طالبانو سره منلې وه چې د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. خو بایډن دا نیټه د همغه کال د اګست وروستۍ نیټې ته وغځوله.
مک مسټر له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار پاته شوی چې دا مهال تقاعد دی.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې خپله ټرمپ د اګست په ۲۶مه، د کابل هوایي ډګر مخې ته د شوې خونړۍ چاودنې د درېیمې کلیزې په مراسمو کې اوسنی ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیاله کاملا هریس له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په لړ کې په ګډوډۍ تورن کړل.
ټرمپ په هغه پيښه کې د ۱۳ وژل شویو امریکایي سرتیرو په یاد غونډه کې ویلي، بایډن او هریس له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو سره په نړۍ کې د امریکا اعتبار او درناوي ته زیان واړوه.

د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر د مرګوني برید پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو د یادښت په خاطر د ارلینګتن هدیرې ته تللی و.

هلته یې وویل چې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او ۴۵ نور سخت ټپيان شول چې د ده په خبره د بایډن ادارې یاد نه کړل.

د طالبانو د بیا واکمنېدو په دویمه اوونۍ د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ابي دروازې ته څېرمه ځانمرګي برید کې ۱۳امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

ټرمپ وویل چې “په افغانستان کې سپکاوي په ټوله نړۍ کې د امریکا اعتبار له منځه یووړ.”

اخوا بیا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس وویل چې په کابل کې د دیارلسو امریکايي سرتیرو د وژنې په سبب غمرازي ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب