دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستاني رسنۍ وايي، له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۵۹٪ کمه شوې

پاکستاني رسنۍ وايي، له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۵۹٪ کمه شوې

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۷ مه) پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د چارواکو په قول وايي چې د ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ مالي کال په لړ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیت سوداګري ۵۹ سلنه کمه شوې ده.

د جزئیاتو له مخې، له پاکستان څخه د افغانستان واردات د ترانزیت په دهلیزونو کې د قاچاق د مخنیوي لپاره د فدرالي حکومت د اقداماتو له امله د پام وړ کم شوي دي. په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې تر ۴.۲۱ ملیارد ډالرو پورې کموالی راغلی دی.

په دې موده کې د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍ حجم ۲.۸۹ میلیارده ډالره وو، چې د تېر مالي کال (۲۰۲۲-۲۳) پرتله ۷.۹۵ میلیارده ډالر کم وو.

کمښت د نوي مالي کال تر لومړۍ میاشتې پورې دوام وکړ.

د ۲۰۲۴ په جولای کې په سوداګرۍ کې په کال کې ۸۳ سلنه کمښت راغی، یعني له ۵۹۳ میلیون ډالرو څخه چې د ۲-۲۳ په جولای کې و، یوازې ۹ میلیون اعشاریه ۸ ته ټیټ شو.

د پاکستان د سوداګرۍ فورم (پی بی ایف) د مرستیال احمد جواد په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې له ۱.۵ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۸۷۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوی دی.

که څه هم په ۲۰۲۳ کې په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې یو څه ښه والی راغی او شاوخوا ۱.۸ ملیارد ډالرو ته، چې تر ډېره له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو له کبله و، ورسید.

د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې کموالی، تر یوه حده له دې سره تړاو لري چې په افغانستان کې بېوزلي ډېره شوې او د خلکو پېرودوس کم شوی دی خو تر دې هم د پاکستان له لوري په بېلابېلو پلمو د لارو بیا بیا بندول سبب شوي چې له افغانستان څخهه پاکستان ته صادرات او یا له پاکستانه افغانستان ته واردات کم شي.

سره له دې چې پاکستان له هند سره لا ډېر سیاسي اختلافات لري خو لږترلږه په تېرو څو کلونو کې یې د سیاسي کړکېچ له کبله سوداګري اغېزمن کړې نه ده.

د خیبرپښتونخوا ځینې سیاستوال وايي چې پاکستان له هند سره په دې خاطر سوداګري د سیاسي ناندریو نه قرباني کوي چې هلته د پنجابیانو ګټې دي خو له افغانستان سره سوداګرۍ ته تل په دې خاطر په پلمو پسې ګرځي چې له هغې څخه پښتانه ګټه کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب