Homeخبرونهاحسان جنت له سیالیو ۵ کاله محروم شو

احسان جنت له سیالیو ۵ کاله محروم شو

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احسان جنت په لوبو کې د فیکسنګ یا جوړجاړي له کبله پنځه کاله په سیالیو کې له ګډون کولو منع کړ.
کرکټ بورډ نن (چهارشنبې، د اګست په ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، احسان جنت د کابل د غوره لیګ یا پریمیرلیګ په دوهم پړاو کې په لوبو کې فساد یا میچ فیکسینګ کړی دی چې له امله یې پنځه کلن بندیز پرې لګول شوی دی.
د کرکټ بورډ زیاتوي:«د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون د ۲مې مادې، د لومړۍ فقرې د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړي چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلیږي نو له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کیدای شي، چې د نوموړي سرغړونې او حالاتو ته په پام سره هغه ته پنځه کلن لوبیز بندیز په پام کې نیول شوی دی.»
خبرپاڼه زیاتوي، پر دوو نورو لوبغاړو هم د فساد شکونه شته، خو لا یې په اړه نهايي پرېکړه نه ده اعلان شوې.
احسان جنت د ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر نوروز منګل ورور دی او تر دې دمه یې د افغانستان د ملي لوبډلې په چوکاټ کې ۳ ټېسټ، ۱۶ یو ورځنۍ او یوه شل اوریزه سیالۍ کړې ده چې ټولټال منډې یې ۴۳۷ دي.
د ویلو ده چې په لوبو کې د فساد یا میچ فیسکینګ له امله د افغانستان یو بل ملي لوبغاړی شفیق الله شفق له شپږ کلن لوبیز بندیز سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...