پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد هند په یوه ځنګل کې یوه امریکايي ښځه ۴۰ ورځې په...

د هند په یوه ځنګل کې یوه امریکايي ښځه ۴۰ ورځې په ونه پورې تړلې وه

دا امریکايي ښځه، د هند د مهارشترا په یوه ځنګل کې په داسي حال کې وموندل شوه چې په یوه ونه پورې تړل شوې وه. هغه لاایتا کايي نومېږي او ۵۰ کلنه ده. لس کاله پخوا د یوګا لپاره هند ته تللې وه.

یوه اوونۍ پخوا د مهاراشترا ایالت د سیندهودروګ ولسوالۍ په ځنګلونو کې د هغې چیغې یوه شپونکي واورېدې او هغه پولیس خبر کړل چې زنځیرونه یې مات کړي. اغلې کايي چې زښته ډنګره شوې ده، روغتون ته یووړل شوه.

ډاکترانو د بي بي سي نړیوال سرویس ته ویلي چې د جمعې د ورځې په نسبت یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي د تامیل نادو په جنوبي ولایت کې د هغې د مېړه په لټه کې دي.

سره له دې چې د مېرمن کايي د ژغورل کېدو څو ورځې وځي، د هغې په اړه ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاته دي.

پولیس وايي، له دې ښځې سره یې د هغې پاسپورټ، کارت، آی پډ، موبایل او ۳۱ زره هندي روپۍ موندلي دي چې له دې داسي ښکاري چې په دې قضیه کې غله لاس نه لري. د هغې په کارت کې په تامیل نادو ایالت کې د کور ادرس لیکل شوی دی.

د سیمې اوسیدونکي وايي، دا ښځه بختوره وه چې په دغه ورځ شپونکی په تصادفي ډول د ځنګل هغې خوا ته تللی و چې غره ته نژدې ده، عموماً هغې خوا ته نه نور خلک او نه شپانه ځي.

کايي اوس د ګاونډي ایالت ګوا په یوه عقلي – عصبي روغتون کې بستر ده. د روغتون یوه ډاکتر شیواناند باندیکار انډین ایکسبریس ورځپاڼې ته ویلي چې د دې ښځې پر پښو د څو ټپونو نښې هم شته او داسي ښکاري چې عقلي عصبي وضعیت یې ښه نه وي.

ډاکتر باندیکار وايي:«موږ نه پوهېږو چې دې څومره وخت خوراک نه دی کړی، خو نښې ښيي چې وضعیت یې ثبات لري.»

«دا درمل او خواړه خوري، کله غواړي څه ووايي، د تماس هڅه کوي، یوازې په انګلیسي ژبه پوهیږي.»

پولیس وايي، د ځینو راپورونو له مخې، مېرمن کايي په امریکا په تېره بیا په ماساچوسیت ایالت کې بالټ نڅا او یوګا کوله او کابو لس کاله وړاندې هند ته راغله چې دلته په تامیل نادو ایالت کې د یوګا او میډیټېشن مطالعه وکړي.

پولیس د ځینو راپورونو پر اساس وايي چې کايي په تامیل ناډو کې له یوه سړي سره، چې دا یې نوم شاتیش بولي، واده کړی او په یوه دوره کې ورڅخه جلا شوې ده.

خو لا هم څرګنده نه ده چې دا څرنګه او کله ځنګله ته راغله.

مېرمن کايي تېره اوونۍ تر موندل کېدو وروسته له پولیسو او ډاکترانو سره خبرې نه شوای کولی، پر آی پډ یې د لیک په واسطه د زړه حال بیاناوه او له همدې لارې یې خپل مېړه تورن کړی چې دا یې د ځنګل په ونې پورې تړلې او ۴۰ ورځې یې هلته بې اوبو او خوړو تېرې کړي دي.

پولیس وايي چې تراوسه د دې ښځې د ادعاوو پر ثابتولو بریالي شوي نه دي او باور نه لري چې یو څوک دې ۴۰ ورځې بې خوړو او اوبو ژوندی پاته شي.

هندي رسنۍ وايي چې د امریکا سفارت پر پولیسو فشار راوړي چې د دې قضیې په اړه پلټنې چټکې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب