جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند د آمو سیند د سواحلو د تخریب د مخنیوي...

ملا حسن اخوند د آمو سیند د سواحلو د تخریب د مخنیوي امر وکړ

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د طالبانو تر واک لاندې ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده ورکړې، چې د امو سیند غاړو د کلکولو لپاره پرېکنده اقدامات وکړي او د دغه سیند د سواحلو د لا تخریېدو مخنیوی وکړي.

له دې سره سره، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په تېرو کلونو کې دغه وزارت د ۴۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د امو سیند د غاړو د کلکولو ۲۰ پروژې عملي کړي او اوس هم د دې سیند په بېلابېلو برخو کې د استحکام نوې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.

د دغه وزارت ویاند مطیع‌الله عابد  وايي:«د اوبو او انرژۍ وزارت د امو سیند د تحکیماتو په برخه کې، په تېرو کلونو کې د ۴۰۰ مېلیونو افغانیو په شاوخوا کې شل پروژې پلې کړې دي چې له هغې جملې څخه ګڼ شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي او په تېر کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ۱۱ پروژې د امو سیند د تحکیماتو په پلان کې نیول شوې وې چې، له نېکه مرغه له دغو پروژو څخه شپږ هغه یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او پر نورو باندې کار روان دی.»

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې د آمو سیند شاوخوا نورو هېوادونو خپل لوري ته د دغه سیند غاړې داسې کلکې کړې وې چې افغان لوري ته یې تاوان پېښ کړی و.

د دوی په وینا، مخکینیو افغان حکومتونو په دې برخه کې د پام وړ کار نه و کړی او اوس د طالب رژیم پاملرنه په دې برخه کې د ستاینې وړ ده.

2 COMMENTS

  1. مولي صاحب حسن جانه ، آمو خو یو څه لري دي، په کندهار کې هغه د خلکو کورونه چې، تا په زور نیولي د هغو غم وخوره. په کندهار کې خلک یې له دولتي کورونو چې، دولت په قسط پرې پلورلې وو په زوره اوویستل او ګرده بلاک د امیر الشیاطین چړۍ حسن جان کورني غصب کړ. دا شو د هیبتې ځناورو پرمختګ. که د چړیانو او ای آیس ای کوم نا جایزه پرکتۍ یې ثبوت هم غواړي وړاندي کیدلي سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب