جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه ۳ کلونو کې افغانستان ته د څه باندې ۳ نیم میلیونه...

په ۳ کلونو کې افغانستان ته د څه باندې ۳ نیم میلیونه کډوالو د بیرته ستنیدو ادعا

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د طالبانو رژیم ویلي، چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره افغانستان ته شاوخوا ۳،۷ میلیونه کډوال بیرته ستانه شوي.

طالبانو دا ارقام د ملګرو ملتونو د هغه راپور په غبرګون کې خپاره کړي، چې ویلي یې وو له ۲۰۲۰ راهیسې له افغانستانه شاوخوا ۸ میلیونه خلک نورو هېوادونو ته کډوال شوي.

طالب چارواکو ادعا کړې، چې هغومره کسان له افغانستانه وتي نه دي؛ بلکې برعکس د دوی په ادعا تر درې نیم میلیونه زیات افغانان بیرته له نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ته ډېر ستانه شوي کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه په زوره د دوی د ایستو خبره کوي او طالب چارواکي په دې برخه کې په بې مسوولیتۍ او دوی سره په نه مرستو تورنوي.

طالب چارواکي وخت په وخت داسې ادعاوې کوي، چې د دوی له واک ته رسېدو سره افغانستان ته د کډوالو ستنیدل زیات شوي، خو نور راپورونه څرګندوي چې له هېواده د خلکو وتل زیات شوي او عمده دلیل یې له طالبانو او واکمن وضعیت څخه د خلکو نارضایتي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب