جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې یو پاکستانی د ټرمپ د وژلو لپاره په دسیسې...

په امریکا کې یو پاکستانی د ټرمپ د وژلو لپاره په دسیسې تورن شو

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د متحدوایالتونو د عدلیې وزارت یو پاکستانی تبعه د ایران د اسلامی جمهوریت په تړاو د امریکا د پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ د نوماند دونالډ ټرمپ د وژنې لپاره په دسیسې تورن کړ.

د امریکایی رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ۴۶ کلن پاکستاني اعتراف کړی چې د ایران له لوري د ډونالډ ټرمپ وژنې ته ګومارل شوی و.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف بی ای) د یوه چارواکي په دې باور د دغه پاکستاني د دسیسې په پلان کې د ټرمپ او د امریکا د نورو اوسنیو او پخوانیو حکومتي چارواکو وژل شامل وو.

یو پاکستانی تبعه اصف مرچنټ،  تورن دی چې د جولای په ۱۲ مه یعني مخکې تر دې چې په نیویارک کې توماس متیو کروکس پر ټرمپ ډزې وکړي، نیول شوی و.

د امریکا د فدرالي احقیقاتي ادارې یوه چارواکي ویلي چې په نیویارک کې د کروکس له حملې سره د اصف مرچنټ د ارتباط په اړه کومه نښه نه ده موندل شوې.

ایف بي آی په دې باور دی چې دوی مخکې تر دې چې مرچنټ کومه حمله وکړي، د هغه دسیسې شنډې کړي او ده په وروستیو اوونیو کې له ګروېږونکو سره همکاري کړې ده.

ایران د ټرمپ په وژلو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي او هغه یې مغرضانه بللي دي.

د ټرمپ په اړه ویل کېږي چې له مسلمانانو سره ستونزه لري او له اسراییل سره خورا نژدې دی. ده د ولسمشرۍ په دوره کې هڅه وکړه چې امریکا ته د مسلمانانو د مهاجرت مخه ونیسي.

2 COMMENTS

  1. دا نو بیا ایران ته د تعرض او جنګ لاره موندل دی. پاکستانیان د یو څو روپیو په خاطر خپلی ښځی هم خرڅوی څه رسه یوه شاهدی.

  2. مشهور پاکستانی محمودخان اڅکزي هم دا خبره کوي چې پاکستانیان په روپو خپلې ښځي هم خرڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب