جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد احصایې اداره: د افغانستان نفوس څه کم ۳۶ میلیونه دی

د احصایې اداره: د افغانستان نفوس څه کم ۳۶ میلیونه دی

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د افغانستان د احصايي او معلوماتو ملي ادارې د افغانستان نفوس څه کم ۳۶ میلیونه اعلان کړ.

 په تیر کال کې د افغانستان د وګړو شمیر نژدې ۳۶ میلیونه کسان وو.

دې ادارې نن (چهارشنبې) په کابل کې د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې د دوی د سرشمیرنې له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان نفوس ۳۵ اعشاره ۸ میلیونه دی، چې ۱۸ میلیونه يې نارینه او څه باندې ۱۷ میلیونه يې ښځې دي.

د احصایې د ادارې پر اساس، ۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان په ښارونو او ۱۵ میلیونه په کلیو کې اوسي. همداراز یو نیم میلیون کوچیان دي.

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان نفوس نژدې ۳۵ میلیونه ښودل شوی و، چې د نارینه وو شمیر يې له ښځو ډیر وو.

ملګري ملتونه د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه اټکلوي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو اداره همداراز وايي، په تیر کال کې يې څه باندې ۳ میلیونه برېښنايي تذکرې ویشلې دي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د حساب ورکولو په دې پروګرام کې ويلي، د تیر کال پرتله د افغانستان ناخالص تولید نژدې درې سلنه ډیر شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب