پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+څو پخې خبرې | عصمت الله اشنا

څو پخې خبرې | عصمت الله اشنا

“څوک چې په ژوند کې ځانګړی هدف ونه لري د رنګارنګ تکلونو په ځنګل کې ورک کيږي, څوک چې غواړي په هر ځای کې وي په هيڅ ځای کې به نه وي, يو تکل, یو هدف, او یوه هيله بايد د سړي شعار وي, که غواړۍ چې په ژوند کې بريالي ياست.
                   *         *          *        *          *
هغه ځوان سړی چې پرون يې په مدرسه يا ښوونځي کې تحصيل کړی او نن يې د کتاب له مطالعې لاس اخستی, سبا ته به عامي او بې سواده وي, لکه چې ويلې يې دي: په ژوند کې انسان مجبور دی حرکت وکړي, که چيرې پر مخ ولاړ نه شي چاره نشته شاته به وشړل شي.
                *        *         *          *          *
په دوو سويو پسې که وځغلۍ يوه به هم ونه نيسۍ,
کار انسان له دريوو سترو بلاګانو نه ژغوري: غم بې وزلۍ او اړتيا څخه.
هر وخت چې مو وليد ډګر در باندې تنګ شويدی او د شاته کیدو په لټه کې ياست پنځه دقيقې نور په کلکه سره مقاومت وکړۍ ډير امکان شته چې بری تر لاسه کړۍ.
           *          *          *           *           *
طالع هميشه د هغو افرادو ملاتړ کوي چې کولی شي ويل په کولو بدل کړي, په ژوند کې د بري لپاره مهمه ده سړی احمقان  وپيژني او له هغو نه ځان لرې وساتي , تر څو چې د پوهو کسانو سره اشنا شي , او دوستي ورسره ونښلوي.
تر هغه وخته چې د سوکالۍ او ښه ژوند غوښتنه په تا کې د ترقۍ او پر مختګ له ارادې نه زياته پياوړې وي تر دغه وخته به ته خپلو هيلو ته په رسيدو کې بريالی نه شې,هغه څوک چې پياوړتيا غواړي بايد د اور لمبې ښکل کړي, له تالندې او بريښنا سره ملګرتوب وکړي, د ماتې او ناکامۍ په بالښت ويده شي, ښه وخت تيرول او سوکالي د مبارزې روحيه وژني, او اراده کمزورې کوي ,پياوړې اراده به د ستونزو د سيلاب په مقابل کې يو غر وي, که چيرې دغه غر نه وي څرګنده ده مونږ به نور ونه شو کولی له ستونزو سره وجنګيږو.
                  *         *         *          *          *
د برياليتوب تر لاسه کول لکه څنګه چې په فلمونو او سينماګانو کې مجسم کيږي اسان او ساده کار نه دی, مونږ په سينماګانو کې بې وزلي او بيچارګي د بريالي سړي د عمر پيل وينو, او د هغو په پای کې د هغه ستر بری زمونږ له نظره تيريږي, خو هغه ربړونه چې ده د دغو دواړو حالتونو تر منځ تير کړي دي نه وينو, په داسې حال کې چې د ده اساسي ژوند په همدې برخه کې چې موږ ته ښودل شوی نه دی پروت دی.
                   *            *           *         *         *
هر څوک د خپلې سبا ورځې مسول دی, هر څوک پخپله د خپل ځان جوړونکی دی, هر څوک چې څه کري هغه به ريبي, له دې امله انسان تر ډيرې اندازې د خپل بري او ماتې مسول دی.
                   *           *           *          *       *
د دې لپاره چې په ژوند کې په اوهامو ونه غوليږو بايد د چارو په باب لکه څنګه چې دي فکر وکړو, نه هغسې چې زمونږ زړه يې غواړي, واقعبيني د تل لپاره د بري ستر عامل دی.
                *             *           *         *          *
هغه څوک چې ډاريږي په صراحت(په ډاګه)سره خپل فکر کول څرګند کړي يوه ورځ به ان د فکر کولو نه وډاريږي او په پټو سترګو به د هغو افکارو پيروي کوي چې ده ته ديکته کيږي.
                  *           *             *        *        *
د شر او فساد يوه اسانه لاره ده څوک چې لږ ورښکته شو په اسانۍ ور غورځي.
                   *            *            *        *         *
د ټولو فسادونو سرچينه بيکاري ده ‘ هر دولت چې وغواړي دغه عيب لرې کړي بايد د امکان تر پولي خلک په کارونو بوخت کړي.
                     *           *           *         *         *
د معقولو اومنطقي هيلو او خوب او خيال تر منځ توپير وکړۍ هيڅکله پرې نه ږدۍ د هيلو رنګارنګ پردې تاسو له واقعيتونو نه لرې باسي هميشه خپلې هيلي د واقعيتونو سره تطبيق کړۍ او چارې د واقعبينۍ له مخې تر مطالعې لاندې ونيسۍ.”
ماخذ: د سترو شخصيتونو د برياليتوب راز.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب