پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاریانا افغان هوايي شرکت د هرات- جدې ترمنځ الوتنې پیل کړې

اریانا افغان هوايي شرکت د هرات- جدې ترمنځ الوتنې پیل کړې

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت نن وویل چې د سې شنبې په شپه د هرات او د سعودي عربستان د جدې ترمنځ مستقیم الوتنې پیل شوې.

د اریانا افغان هوايی شرکت الوتکه تېره شپه له هرات څخه جدې ته روانه شوه او دا لومړنۍ الوتکه وه چې له هرات څخه د سعودي عربستان دغه ښار ته ولاړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې الوتکې یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې ي چې اریانا افغان هوایي شرکت به د هرات – جدې ترمنځ په اوونۍ کې یوه الوتنه کوي.

د سې شنبې په ورځ په الوتکه کې ۱۲۷ تنه سپاره وو.

د ۲۰۲۱ د اګست په یوویشتمه د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، ډېرو هوایي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ودرولې خو په وروستیو کې یو شمېر بهرنیو هوايی شرکتونو افغانستان ته الوتنې بیا بیل کړي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې، له متحده عربي اماراتو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې په هرات، کندهار، مزارشریف او کابل کې د هوایي ډګرونو عملیات اداره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب