Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک وايي، په ۵ ولایتونو کې یې بې جوازه صرافۍ...

د افغانستان بانک وايي، په ۵ ولایتونو کې یې بې جوازه صرافۍ بندې کړي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۷ مه) د افغانستان بانک نن (چهارشنبې) وویل چې په هرات، خوست، هلمند، غزني او کندهار ولایتونو کې یې د بې جوازه صرافیو فعالیتونه ځنډولي دي.

په دې کې د پیسو هغه بدلوونکي شامل دي چې د سوداګرۍ جوازونه یې نه دي ترلاسه کړي او د پیسو بدلونکی چې خپل جوازونه یې نه دي تمدید کړي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وایی، دا اداره غواړي چې د شرکتونو له لارې مالی خدمتونه وړاندې کړي.

صرافان وایي چې دوی د افغانستان بانک د پولي سیاست ملاتړ کوي خو دوی ته باید د فعالیت جواز ورکړل شي او د جواز په ویشلو کې باید اسانتیاوې برابرې شي.

دوی همداراز وايي: “۶۵ لکه افغانۍ د جواز غواړي، دوه لکه افغانۍ هم لګښت لري، ۶۷ لکه افغانۍ، ۶۶ لکه افغانۍ، يا ۶۰۰ لکه، بايد موجودې ولرې، له کومه شي.”

د هرات د صرافانو د ټولنې له غلام محمد سهرابي هم وايي، د صرافۍ د جواز ترلاسه کولو لپاره شپږ ميليونه افغانۍ ته اړتيا ده دغه شان ورسره د جواز د ترلاسه کولو لپاره د ٥٠٠ زره افغانيو بانکي سټېټمېنت هم ضروري ده.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د جولاى په ٣٠مه د هرات ګڼ شمېر صرافان د طالبانو د حکومت د والي د دفتر مخې ته راټول شوي وو او ویل یې د طالبانو د حکومت له لوري د صرافۍ د جواز د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې پيسې ډېرې دي او د برابرولو توان يې نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...