پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په شریعت کې د اسماعیل هنیه لور او افغانې نجونې/ پاکیزه ارزو

په شریعت کې د اسماعیل هنیه لور او افغانې نجونې/ پاکیزه ارزو

 د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه د روان کال د جولای میاشتې په ۳۱ مه نېټه د ایران په پلازمېنه تهران کې ووژل شو، د سیمې د هېوادونو د مشرانو په غندنواو خواخوږیو کې تر ټولو جالبې خواخوږۍ د طالبانو د مشرانو او د هغوی د ټولنیزو رسنیو د فعالانو وې چې د هینه تر څنګ یې د هغه د کورنۍ له ښځینه غړو سره هم خواخوږي کوله. په ټولنیزو رسنیوو کې مې د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په هکله د سخت دریځو طالبانو غمجن پوستونه ولوستل، ویرونه وو، ژړاوې او غمرازي وه. د دې پوستونو په ځیني عکسونو او ویډیوګانو کې د هینه لوراو نږورهم ښکاريدې چې ظاهرآ حجاب کې پټې وې خو حجاب هغه نه و چې څرنګه افغان نجونو او ښځو ته تعریف کېږي بلکې هغه حجاب و چې د دین روشنفکره ملایان او عالمان یې خپلو ټولنو ته تعریف کوي، هغه حجاب چې ټول وجود پوښلی وي خو مخ او لاسونه پکې لوڅ وي.

د هنیه لور او نږوږ په ډېر غمجن ماحول او ویر کې زړورې ښکاري، د خپلې مبارزې لارویانو او خپل ملت ته ډاد ورکوي او دا پیغام ورکوي چې مرګونه دوی کمزوري کولای نه شي بلکې دوی لا پیاوړې کوي. د زړورتیا دا څېرې او پیغامونه د ډېر لرې نه میاشت مخکې د ملي شهید ګیله من وزیر د سترې پښتنې مورکۍ تصویر سترګو ته راوړي چې د نازولی ملي شهید تابوت ته ناسته ده او په مېړانه او زړورتیا خپل ملت او قام ته د نه ماتېدو او نه کمزورې کېدو پیغام ورکوي.

زه د اسماعیل هنیه د لور او نږور سره د سخت دریځو طالبانو غمرازۍ ته حیرانه وم چې دوی ته د هنیه د نامحرمې لور او نږور لوڅ مخ د شریعت خلاف کار نه ښکاريده خو د افغانستان او د پښتونخوا د ښځو او نجونو لوڅ مخونه د شریعت خلاف ورته ښکاري او درې کاله کېږي چې افغان مظلوم ښځینه قشر یې د شریعت په قید کې زندانې کړي دي، د ښځینه قشر انساني کرامت یې د ناقص العقلې په تور تر پښولاندې کړی، له ټولو شرعي او مدني حقونو څخه یې بې برخې کړي دي او د شریعت په رڼا کې یوه یوه په شرعي حکم ځانته څلورمه نکاح کوي.

زه د سخت دریځو شریعت پالو دوه مخې خواخوږۍ ته حیرانه وم چې له افغاستان څخه ډېر لرې له فلسطیني ښځو سره یی وکړه خو د محکومې پښتونخوا د پښتنې مورکۍ د ځوان زوی په شهادت یې هېڅ غمزاري ونه کړه، هغه مورکۍ چې د ځینو ټالبانو په وینا دوی ته یې په بدو حالاتو کې په خپل کور کې پناه ورکړې وه او د ملي شهید د کور ډوډۍ یې خوړلې وه. سخت دریځو شریعت پالو د ملي شهید د کور د اب او نمک حق هم ادا نه کړ، د پښتنې ځورېدلې مورکۍ آب یې بې ابه کړ او د ځوان مبارز زوی د شهادت محوه کولو له پاره یې د غیبي جنازې لمونځ له شریعت څخه وباسل. سخت دریځو طالبانو د ملي شهید ګیلامن وزیر شهادت ونه مانه ځکه ږېره یې لنډه وه، په خپله خاوره یې خپل اختیاراو ازادۍ غوښته چې دا کړنه دوی ته غیرې شرعي ښکارېده خو بل اړخ ته یې د فلسطیني هینه د لنډې ږیرې شهادت ومانه او د نامحرمې لور او نږورعکسونه یې د هر سخت دریځ شریعت پال په جیبونو کې پراته دي.

د سخت دریځو شریعت پالو د دوه مخې مثالونه دا دوه نه دي، په زروګونو داسې پېښې او حالات دي چې د دوی دوه مخي له اسلام او افغانې ټولنې سره برملا کوي او کله چې بحث ته راشي په بې معنا دلایلو له خپل دوه مخې سیاست او تګ لارې څخه دفاع کوي او خپل هر ظلم او ناروا ته د شریعت او افغان ټولنې د فرهنګ نوم ورکوي.

زه د سخت دریځو د شخصي مزاج د سخت شریعت په مقابل کې د هنیه د لور منلي شریعت ته د نرم دریځ شریعت صفت کاروم ځکه د یوې مسلمانې په توګه د شریعت قانون ډېر سخت قانون نه راته ښکاري. د شرعي قانون بنا د اسلام مبارک دین دی او د اسلام مبارک دین د اخوت، برابرۍ، الفت، پوهې او عدالت دین دی. لکه د هنیه لور ما هم د یوې تعلیم یافته نجلۍ په توګه د اسلام دین په هکله فکر کړی، لوستی مې دی او په ټولو حواسو مې دا دین منلی دی.

د هنیه لور او زما  منلي شوی نرم دریځ اسلامي شریعت چې د قرانکریم د ایتونو او پیغمبر ص د احادیثو په رڼا کې پلي کېږي، په ترحم، مهرباني، د انساني کرامت درناوی، علم، تفکر، سوله، تعهد، امانتداري، ملګرتیا، د ګاونډیانو حقونه، د مسافرینو حقونه، په کورنۍ نظام کې د ښځو، کوڼدو او یتیمانو حقونه، د والدینو اطاعات، د جګړې او مبارزې اصول، میراث او د ډېرو نورو حقوقونو په عادلانه پلي کولو تاکید کوي چې دې ټولو احکامو منل او پلي کول په ټولو مومنانو فرض دی او الله ج خپلو بندګانو ته امر کړی چې دا حقونه باید مراعات کړي که یې نه مراعاتوي مومن مسلمان یا مسلمانه نه ده. خو موږ وینو چې په افغانه شرعي ټولنه کې د ټولو شرعي حقوقو یوه سلنه هم نه مراعات کیږي، په جبر د ټولو وګړو په ځانګړي ډول د ښځینه قشر شرعي او مدني حقونه اخیستل شوي چې دا کړنه مطلق د شریعت خلاف عمل دی. د تعلیم حق چې الله ج په هر مومن مسلمان او مسلمانې فرض کړی دا حق هم له افغانو نجونو په جبر او ظلم اخیستل شوی او دې جبر او ظلم ته د شریعت نوم ورکول شوی دی.

د اسماعیل هنیه د کورنۍ په ځینو عکسونو کې لیدل کیږي چې هنیه د پوهنتون د فارغت خولۍ د لور په سر وراېږدي، بل عکس کې وینو چې د هنیه لور د فارغت په لباس کې پلار په تندي ښکلوي او پلار هم پلارنۍ مینه ورکوي، ځیني  عکسونو کې  د کورني نارینه غړي ښکاري چې ږیره نه لري او څنګ ته یې خواره متمدنی او تعلیم یافته مېرمنې او ماشومانې ولاړې دي، دا عکسونه د هنیه د کورنۍ د خواخوږو لخوا د ټولنیزو رسنیو له پاڼو خپرېده او فخرهم پرې کېده خو د فلسطین له ویرانو ډېر لرې افغانستان کې د هرې افغانې نجلۍ د تعلیم پوره کولو ارمان د شریعت د ثاني امر په غیبي بلا زیندۍ شوی دی او افغانې نجونې هره ورځ د نا امیدۍ په ویرانه هدیره کې خښېږي.

د هنیه د کورنۍ د عکسونو په لېدو رخه راځي، زړه مې درد کوي، ستونی مې غرېو نیسي او آن عقدي کېږم، ځکه دا ټولې کرکې زړه ته رالویږي چې افغانې نجونې ولې له ټولو حقونو بې برخې دي. په هغې عربي خاورې چې قرانکریم نازل دی او د شریعت د قانون بنسټ اېښودلی شوی هلته ښځې د غزې د مظلومیت په سوځېدلي ښارونو او کورنو کې تعلیم کولای شي، د ۲۱ پېړۍ تمدن منلی شي، په عصري حجاب کې ظاهریږي خو زما په هېواد او زما پښتنه خاوره پښتونخوا کې دا نه شي کولای.

زه د دې عکسونو په لېدو ډېره عقدي کېږم داسې عقدي لکه د ایراني اخندي وحشت لاندې چې ایراني ښځې عقدي شوي او د اخند له ضده غیر شرعي عملونه کوي چې اخندان پرې کباب کړي، د ایراني ښځو دا ضد ځکه نه محکوم کوم چې ۴۶ کاله کېږي چې اخندانو په خپل جوړ شوي شریعت ایراني ښځې له خپلو حقونو محرومې کړي او هغوی د بې وسۍ او مایوسۍ په عالم کې یوازې د ضدي عملونو وس لري.

 زه او نورې افغان نجونې وینو چې د غزې د سوځېدلی ښار په ویرانو کې ښځې ازادې ګرځي، مبارزه کوي، د خپلو نارینه وو سره اوږه په اوږه د وحشي ظالم په نارواوو غږیږي خو زما د هېواد په ابادیو کې افغان نجونې په کور ناستې دي او د جاهلت تورې بلا په رواني ناروغیو اخته کړي دي. افغانې نجونې د سخت دریځو ټالبانو په جوړ شوي شریعت کې د ملا او مولوی، اوله، دویمه، درېیمه یا څلورمه ښځې دي او دنده یې شپه او ورځ د ملا او مولوی خوشاله ساتل دي. افغانې ښځې مجبورې دي چې د ورځې ملا او مولوي مېړه ته سینګار کړي وګرځی او شپه د جنسي تندې لوږه باید خړوبه کړي تر دې ورها خوا نوره ښځه په سخت دریځ ټالباني شریعت کې هېڅ حیثیت نه لري چې دا درې کاله ټوله نړۍ په رڼو سترګو ورته ګوري خو څوک غږ نه کوي ځکه د سخت دریځ شریعت پالو په لاس کې ټوپک او د زندان شکنجې دي او د حق ویوونکو خولو ته یې ناحقه کولپ وراچولی دی.

 زه پوښتنه کوم عربي او نورې اسلامي ټولنې په افغانه ټولنه څه برتري لري، د هغوی ښځې له افغانو نجونو او مېرمنو ډېرې مسلمانې یا محجبې دي، ولې عربانې په ویرانو کې تعلیم او مبارزه کوي خو افغان نجونې د عربي شریعت په رڼا کې په ابادیو کې رواني ناروغې دي؟ زه پوښتنه کوم ولې شریعت په ټولې دنیا کې یو ډول او افغانستان ته بل ډول دی؟ هغوی چې وایي دا شریعت نه د افغانې ټولنې ستونزه ده ایا هغوی پوهېږي د افغانستان تاریخ د ښځینه مبارزینو له حماسو ډک دی، هغوی پوهېږي افغانستان سل کاله مخکې ماستره او ډاکتره درلوده، ایا دوی پوهېږي د پښتنې ښځې مبارزې  په شرق او مغرب کې د انګیس د امپراطورۍ نه ډوبېدونکی لمر ډوب کړی. دوی په کوم شریعت او فرهنګ افغانې ټولنه کې تعلیم مباح کړی او په کوم شریعت او فرهنګ د غزې د ښځو عکسونه په میډیا خپروي او د جاار خورې او قربان خورې په غم ورسره ژاړي خو د افغانې مور او خور غم او درد نه ویني. افغانې نجونې او ښځې د کوم شریعت په زندان کې بندي دي چې هیڅ انساني حق نه لري او د فرض علم دروازې یې په مخ تړلي دي؟

افغان ښځینه قشر په کوم منطق او عقل هغه دین، شریعت ومني او ایمان پرې راوړي چې هیڅ حقوق پکې نه لري، په کوم منطق هغه شریعت ومني چې افغانه ښځه او نجلۍ یوازې پکې د ملا او مولوي څلورمه ښځه ده، په کوم منطق هغه شریعت ومني چې ښځې د تعلیم او کار حق په کې نه لري خو د سوالګري او کراچۍ ځغلولو حق پکې لري. په کوم عقل هغه شریعت ومني چې د ښځې یو تار ویښته ښکارېدل پکې ګناه ده خو په جبر د ۵۰ کلن سړی نکاح د ۱۴ کلنۍ ماشومې سره ګناه نه لري، څوک شته زما پوښتنو ته ځواب راکړي؟

زه د هغه شریعت په هکله پوښتنې نه کوم چې د هنیه د لور او نږور ټول حقونه پکې خوندي دي ځکه هغه شریعت ما هم منلی. زه په هغه شریعت ایمان لرم چې د مالک نوم یې رحمان او رحیم دی او د پیغمبر صفتونه یې شافع او امین دي، زه پوهیږم چې رحمان او رحیم پروردګار او شافع رسول په دې صفتونو داسې شریعت نه دی راوړی چې ښځه یعنې اشرف مخلوقات پکې ناقص العقله وي او حیثیت یې یوازې د یوې کور ناستې کنیزې وي. زه په رحیم او شافع ذات ایمان لرم چې دوی ښځو ته د ژوند کولو له پاره داسې سخت شریعت جوړ کړی نه دی. زه د طالبانو د شریعت په هکله پوښتنه کوم ، زه د هغه شریعت په هکله پوښتنه کوم چې په شخصي مزاج جوړ شوی او افغان نجونې او ښځې پکې زیندۍ دي. دا د کوم خدای قانون او شریعت دی او په کوم رسول نازل دی چې نجونې پکې د تعلیم او ښځې د کار حق پکې نه لري ؟

هیله لرم یوه ورځ افغان نجونې لکه د هنیه لور، نږور او لمسیانې د سخت دریځو د جوړ شوی شریعت له قیده ازاده وي او په هغه شریعت کې چې د هینه لور ازادي لري زده کړې کوي، مبارزه کوي او لوڅ مخ په رسنیو کې را ښکاره کېږي هماغسې افغان نجونې او مېرمنې هم زده کړې وکړي، مبارزه وکړي او د شرعي او مدني ژوند له ټولو حقونو او مزایاوو برخمنې شي.

2 COMMENTS

  1. د دوې په اصطلاح شیخ القرآن والحدیث په یو ویدیویې کلیپ کې د افغان خزو مدني او شرعي حقوق داسې بیانوي؛” د خزو حقوق خو دا دي چې، ښه مړۍ ورکه، ښه کالۍ ورکه او را څملوه” .

  2. دهغې ورځي په هيله
    هیله لرم یوه ورځ افغان نجونې لکه د هنیه لور، نږور او لمسیانې د سخت دریځو د جوړ شوی شریعت له قیده ازاده وي او په هغه شریعت کې چې د هینه لور ازادي لري زده کړې کوي، مبارزه کوي او لوڅ مخ په رسنیو کې را ښکاره کېږي هماغسې افغان نجونې او مېرمنې هم زده کړې وکړي، مبارزه وکړي او د شرعي او مدني ژوند له ټولو حقونو او مزایاوو برخمنې شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب