دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهد هواپېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې

د هواپېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې

تاند (سې شنبه، د اسد ۹ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو، سېلونواو تېزو بادونو اټکل کړی دی.

دغه ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې اټکل وکړ چې نن (سې شنبه) به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې بارانونه واوري.
د باران انداره په بیلابیلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۶ میلي مترو پورې اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې د بارانونو ترڅنګ د دوړو، بادونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه هم شوې ده.
سږنی کال د ورښتونو او سیلونو له پلوه د افغانستان لپاره په تېرو شاوخوا ۵ لسیزو کې بې ساری دی.

د ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې تېرې شوې خو له درېیمې میاشتې څخه یې ورښتونه بیل شول چې د سږ کال په تېرو ۴ میاشتو کې یې دوام کړی دی.

د چاپیریال متخصصان دا ورښتونه له اقلیمي بدلون سره بې ارتباطه نه بولي او وايي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د سترو صنعتي هیوادونو له کبله د رامنځته شوي اقلیمي بدلون تر ټولو زیات تاوان ورکوي.

تراوسه پورې د سیلونو له کبله سلګونه افغانان مړه شوي او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه او سلګونه کورونه یې ویجاړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب