دوشنبه, سپتمبر 9, 2024
Homeخبرونهایران ته د مولوي کبیر سفر؛ دغه هېواد تېره میاشت ۱۲۸ زره...

ایران ته د مولوي کبیر سفر؛ دغه هېواد تېره میاشت ۱۲۸ زره افغانان ایستلي

تاند(سه شنبه، د اسد ۹ مه) په داسې حال کې، چې د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو ته د ګډون لپاره ورغلی؛ طالبانو له یوې میاشتې راهیسې خپل هېواد ته د ۱۲۸ زرو افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکړی.

په ایران کې مېشت افغان کډوال هم د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده شکایت لري.

دوی وايي، له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې افغان کډوال آن د ایرانیانو له لوري هم ځورول کېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۲۸ زره کسان له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

 و ویل: په تېره یوه میاشت کې تقریباً له ایرانه یو سل او اته ویشت زره افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي. په دوی کې ۵۲ زره شاوخوا په جبري توګه را ایستل شوي دي، نور یې پخپله خوښه راغلي دي.

طالبانو ایران ته د مولوي کبیر د سفر پر مهال د افغان کډوالو پر ستونزو د خبرو یا نه خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.

څه موده مخکې د طالبانو د رژیم اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ایران ته په سفر تللی و، خو د کډوالو پر ستونزو یې د خبرو یادونه نه وه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب