یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد ټولو سیم کارټونو پر ثبت د مخابراتو وزارت ټینګار

د ټولو سیم کارټونو پر ثبت د مخابراتو وزارت ټینګار

تاند(سه شنبه، د اسد ۹ مه) د طالبانو  مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، په افغانستان کې د «ام.ټي.ان» مخابراتي شرکت له رئیس هشام رمضان سره په کتنه کې؛ د مخابراتي ستونزو پر حل او د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر پر بهیر خبرې کړې دي.

د نوموړي په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د «ام.ټي.ان» شرکت مسئولینو، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې دوی توانیدلي تر دې دمه د دغه شرکت د ۱۰۰ مخابراتي سایټونو خدمات 4G” “ ته لوړ او څه باندې ۷۰۰ زره سیمکارټونه د قانون مطابق ثبت او راجسټر کړي.

مولوي نجیب الله حقاني هم، د طرزالعمل مطابق د سیمکارټونو ثبت او راجسټر کول، د ټولو مخابراتي شبکو مکلفیت ګڼلی او ویلي یې دي چې مخابراتي شرکتونه باید په دې برخه کې آسانتیاوې ډېرې او پروسه ګړندۍ کړي.

هغه زیاته کړې چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په هېواد کې ټولو مخابراتي شرکتونو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي؛ نو مخابراتي شرکتونه هم باید د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې قوانین رعایت کړي.

یو شمېر څارونکي د سیم کارټونو د ثبت په شان د طالبانو د رژیم یو شمېر اقدامات ستایي او د سیستم جوړولو په برخه کې یې اړین ګڼي، خو خلک شکایت لري چې د سیم کارټونو د ثبت په برخه کې ځنډني اقدامات ورته د ستونزو سبب شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب