Homeخبرونهد طالبانو دفاع وزارت: یوه سرتېري مو د روسیې د البروس غرختنې...

د طالبانو دفاع وزارت: یوه سرتېري مو د روسیې د البروس غرختنې سیالي ګټلې

تاند (یکشنبه، د اسد ۷ مه) د طالبانو دفاع وزارت ویلي؛ د پوځي سپورت نړیوالې شورا له لوري د سولې لپاره د البروس د غر ختنې سیالۍ کې چې ۱۳ هېوادونو (افغانستان، برازیل، ارمنستان، هند، اردون، عراق، ایران، چین، منګولیا، نامیبیا، عمان، ایکوادور او روسیې) ۵۰ تنه استازو پکې ګډون کړی وو، د دوه یوه پوځي استاد محمد هارون یاسر لومړۍ مقام خپل کړ.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ د غر ختنې یادې سیالۍ د روان میلادي کال د جولاي په ۲۰مه پيل او د جولاي په  ۲۵مه پای ته ورسیدې چې ګډون کوونکو پوځیانو د قفقاز غرونو البروس نومې څوکې ته چې د اروپا د بام په نوم هم یادیږي او د بحر له سطحې څخه پینځه زره او ۶۴۲ متره لوړه ده په ختلو سره سیالي وکړه.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دوی غر ختونکي استاد یاسر د اتلولۍ تر خپلولو وروسته خپل روسي سیال د اسلام په مبارک دین هم مشرف کړ او د البروس په لوړه څوکه یې د اسلام سپيڅلي دین مبارکه کلمه وویله.

روسیې او نورو لوریو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...