سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهافغانستان له ایران سره خپلې سرجدي نښې ترمیم او نوې کړې

افغانستان له ایران سره خپلې سرجدي نښې ترمیم او نوې کړې

تاند (یکشنبه، د اسد ۷ مه) د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال “محمد علي جان احمد” وايي له ایران سره د افغانستان سرحدي نښې او نښانونه ترمیم او له سره جوړ شول.

هغه زیاته کړه، وزارت یې په پام کې لري چې د روان هجري لمریز کال تر پایه د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین په ګډون له نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم سرحدي نښې نوي کړي.

احمد وويل: تېر کال د سرحدونو وزارت په دې برخه کې ډېر کار وکړ، تر څو د ايران د پولې، چې رسمي پوله ده، ټولې نښې سره تازه او سرحدونه يې معلوم وي.

ده په دوام کې وويل: «موږ ژمن يوو چې خپل مسووليت او فعاليته ژر تر ژره ترسره کړو. موږ به د خپلو امکاناتو له مخې خپل بهیر په چټکۍ سره پرمخ یوسو، هیله لرم چې سږ کال به د افغانستان ټولې رسمي پولې په نښه کړو.»

ده که څه هم د ټولو هیوادونو کلمه وکاروله خو په ځانګړي ډول یې د پاکستان نوم یاد نه کړ.

افغانستان له پاکستان سره پوله په رسمیت نه پېژني او هغې ته د ډیورند فرضي کرښه وايي.

په افغانستان کې د سیاسي او پوځي چارو کارپوهانو هم رسنیو ته ویلي چې د سرحدي ننګونو د حل لپاره د سرحدي نښو او نښانونو د نوي کولو کار په دې خاطر مهم دی چې ځینو ګاونډیو هیوادونو د افغانستان له ناامنۍ څخه په استفادې سرحدي نښې د افغانستان لور ته راوړاندې کړي دي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    قرار د اوریدلو پنجاب اسټبلشمڼټ او ګوډاګي جاسوسان ې ۴۵-۵۰ ک.م. په پکتیا،کندهار ،کنړ او ممکن هلمند … کې له اغزن تآر تیرولو مخکې له کرغیړنې کرشې رآوښتي ول ؛غصب او تجاوز تور و که سپین؟؟ .دا به اوس کوم سرپرست ،چې کورنې او ګټې ې جي اچ قیو سره شریکې نه وي احتساب وکړي؟؟
    فارشیستان هم چندان پوست کې صاف نه دي ؛هم د اوبو غله دي هم به ېې سرحدي ولایاتو کې خپل مردار قدمونه پیشمرګه!!!! کړي وي ؛ همداسې ازبک-تاجیک او ترکمن استانیانو به هم له آمو دریا نه سوءاستفادې کړي وي؛ صرف چینایانو به که څه هم بلیوني نفوس لري تراوسه کوم د خاورې پرمختګ زمونږ پلو نه وی کړی.
    داځلي که خیر وي ، افغان/پښتون ولس د خپل احمد شاه بابا باډرونو ته رسیږي خو چې یو موټی،یو زړه، یوه خوله یو هوډ او یوه خبره شي، ان شآء الله
    حسبنا الله و نعم الوکیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب