Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۶ میاشتو کې د څه باندې ۵ میلیارد ډالرو واردات...

افغانستان په ۶ میاشتو کې د څه باندې ۵ میلیارد ډالرو واردات او صادرات لرلي

تاند (یکشنبه، د اسد ۷ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، افغانستان د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د ۵،۲۴ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر او وارد کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ځايي رسنیو ته ویلي، افغانستان د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلو هېوادونو ته صادرات کړي، چې د هغو له منځه د ۵۸ میلیون ډالر صادرات یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته کړي دي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جولای په میاشت کې راپور ورکړ چې د افغانستان محصولات تر ډېره پاکستان، هند او ایران ته صادرېدل او د وارداتو عمده سرچینې ایران، پاکستان او چین دي.

تازه او وچه میوه لکه پسته، جلغوزې، انځر، انار، انګور، ممیز، خټکي او هندواڼه د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي محصولات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...