سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد بانکي بندیزونو د ایسته کولو په اړه امریکایي استازې سره د...

د بانکي بندیزونو د ایسته کولو په اړه امریکایي استازې سره د افغان سوداګرو لیدنه

تاند (یکشنبه، د اسد ۷ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر توکل احمد یار د دغې خونې د یوه پلاوي په ملتیا د افغانستان لپاره د امریکا د قطر مېشتې شارژدافیرې کرن ډیکر سره لیدلي.

په دې لیدنه کې د سوداګرو پلاوي له امریکایي استازې غوښتي، چې پر افغانستان دې د امریکا لخوا لګول شوي بانکي بندیزونه لیرې کړل شي.

دوی دا بندیزونه په افغانستان کې د سوداګرۍ او اقتصاد د وضعیت خرابیدو سبب ګڼلي او ویلي، چې افغان پانګوال او عام خلک له دې امله زیانمن شوي.

امریکایي استازې په دې اړه مشخص ځواب نه دی ورکړی، خو داسې ښکاري چې ظاهراً د همدغو غوښتنو په نوم به امریکا په نږدې راتلونکي کې پر افغانستان بانکي بندیزونه کم کړي.

دغه هېواد په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده بانکي زېرمه، چې په یوه امریکایي بانک کې امانت اېښودل شوې وه، کنګل کړه.

د دغو پیسو شاوخوا اووه نیم میلیارده ډالره د افغانستان بانک او نورې د افغان سوداګرو او پانګوالو اړوندې دي.

پر افغانستان واکمن طالب رژیم هم بیا- بیا د دې پیسو د خلاصون غوښتنه کړې، خو امریکا نه ده منلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب