پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهبریتانیايي موسسه: په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه په بې...

بریتانیايي موسسه: په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه په بې ساري ډول نیول شوې

تاند (شنبه، د اسد ۷ مه) د سپوږمکۍ د تصویرونو تحلیل ښیي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نژدې 50٪ کم شوی، او له دې کښت سره د مبارزې لپاره روانې هڅې به سبب شي چې سږکال دا بوټی په بې ساري ډول کم شي.

د بریتانیا د السیس (Alcis) موسسې د تازه راپور له مخې، سږ به دوهم پر له پسې کال وي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې پر کوکنارو بې ساری بندیز لګول کېږي.

راپور وايي چې د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۲۲ پورې، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۴ ولایتونو د کرنې نقشه ښیي چې د کوکنارو تر کښت لاندې ساحه تر 4,000 هکتارو کمه شوې ده. حال دا چې په ۲۰۲۳ م کال کې په نژدې ۱۶,۰۰۰ هکتارو مځکه کوکنار کرل شوي وو.

راپور وايي، دا هغه ۱۴ ولایتونه دي چې په ۲۰۲۲ کې د ټول افغانستان د کوکنارو ۹۲ سلنه پکې کرل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب