پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد موسسو پر اداري لګښتونو د خلیل حقاني نیوکې

د موسسو پر اداري لګښتونو د خلیل حقاني نیوکې

تاند (یکشنبه، د اسد ۷ مه) د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو وزیر خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له نوي رئيس عرفات جمال سره د لیدنې پر مهال په  افغانستان کې د موسسو پر اداري لګښتونو نیوکه کړې ده. .

د حقاني دفتر ویلي، چې هغه په دغه کتنه کې هیله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د کډالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته د نوي رئيس په راتګ سره به د کډوالو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وشي.

نوموړي زیاته کړه؛ څرنګه چې د کډوالو موضوع بشري موضوع ده، نو له دوی سره مرستې هم باید په بشري احساس وشي.

حقاني همدارنګه څرګنده کړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پنځه کلن ستراتيژيک پلان لري، چې د راستنېدنې، بیا میشتېدنې او دایمي ادغام پورې اړوند ټوله لړۍ پکې په نظر کې نیول شوې ده او اړوند سازمانونه باید د دغه ستراتیژیک پلان د ښه تطبیق په موخه همکاري وکړي.

دغه طالب وزیر ټینګار وکړ، چې مرستې دې د کار په بدل کې ورکړل شي، موسسات دې خپل اداري مصارف کنټرول کړي او زیات تمركز دې د اړمنو په ستونزو وکړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نوي رئيس په دغه کتنه کې له یاد وزارت سره په ګډه کار، د لا همغږیو رامنځته کول او په ګډه د غوره کړنلارو جوړول له خپلو لومړیتوبونو څخه وبلل او زیاته یې کړه، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره باید له کوربه هېوادونو سره همغږي زیاته، د راستنېدنې لړۍ اسانه او دلته د روغتیا، پوهنې او په نورو برخو کې پروګرامونه په کار واچول شي او دایمي حللارې پیدا کړل شي.

2 COMMENTS

  1. طالبانو چی ګوډ خر ندرلود نن سبا حکومتی موټرونه داسی چلوی ته به وایی چی د دوی د پلار مال وی. اکثر د موټرو تکر پدی دریو کالو کی د حکومتی موټرو وو چی پکی ګڼ شمیر طالبان په شمول د دوی د مشرانو وژل شوی دی. په معادنونو چور او چپاول د غیر مسلکی اشخاص مقررول دا لوی خیانت لدی هیواد سره ندی؟ د موسیسو لګښت د هغوی خپلی پیسی دی او خپل پلانونه لری چی څنګه یی مصرف کړی ولی حکومتی او دولتی پیسی د دی ملت مستحقه برخه ده. حقانی یو بیسواده شخص لکه هغه نور ملایان چی کورونه یی په اسلام آباد کی دی د پاکستان جنایت نشی تقبح کولی ولی پر موسیسو ور خوشې وی.

  2. که موږ حکومت کی اهل کار او متخصص رجال زیات کړو نو زموږ ماتحت او خارجیان هم زموږ سویی او ظرفیت ته په کتو ځان عیاروی اوس موږ دی حد کی نه یو چي نورو ته لار ښوونه وکړو ځکه اهل کار او متخصص معیاری خادمان په مدیریت کی نلرو نو بیا هم مومنان باید د الله ج فرمان ته مراجعه وکړی چي فرمایی:
    فسألوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون .
    اهل الذکر نه مقصد متخصص او با تجربه خلک دی نه انډیوالون.
    مرحوم جلال الدین حقانی او شهید استاد یاسر رح هم پدی معتقد او پابند وو نو نباید د کبار صالح مجاهدین لار ترک او جاهلی تعصباتو ډنډ ته ځان او ملت ورسوق کړو او خپل جهالت په دین ورګډ کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب