Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیایي سیستم سره همکاري زیاتوو

روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان روغتیایي سیستم سره همکاري زیاتوو

تاند (یکشنبه، د اسد ۷ مه) د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې دغه وزارت ته یې واکمن کړي وزیر ملا نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له نوي مشر ایډوین سینیزا سلاوډر سره لیدلي.

یاد شوي وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان د روغتیايي سیستم پر پراختیا، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسیدنې، د ساري ناروغیو سره د مبارزې، د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیايي سیستم لپاره د مؤثرې پالیسۍ جوړولو پر څرنګوالي او همغږۍ خبرې اترې شوې دي.

په خبرپانه کې همدارنګه ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان نوي مشر د عامې روغتیا له وزارت سره پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار کړی او ژمنه يې کړې، چې د افغانستان د روغتیايي سیستم سره همکاري زیاته کړي.

وزارت نه دي مشخص کړي، چې په دې برخه کې به مشخص اقدامات څه وي او د روغتیا لپاره ملا وزیر له روغتیا نړیوال سازمان څخه څه غوښتنې لرلې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...