جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد چمن پرلتوال وايي، غوښتنه یې نه ده منل شوې، بیا پرلت...

د چمن پرلتوال وايي، غوښتنه یې نه ده منل شوې، بیا پرلت پیلوي

تاند (یکشنبه، د اسد ۷ مه) د بلوچستان ایالت په چمن کې د پای ته رسېدلي پرلت ویاند وايي چې حکومت له دوی سره له کړې ژمنې په شا شوی دی.

په چمن کې زرګونو کسانو کابو ۹ میاشتې د پاکستان د دې پرېکړې په اعتراض کې پرلت وکړ چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره یې د پاسپورت او ویزې لرل، لازمي کړي وو.

تېره اوونۍ پاکستاني چارواکو وویل چې د چمن او سپین بولدک اوسېدونکو ته د پخوا په شان اجازه ورکړل شوې چې په افغاني تذکره او پاکستاني شناختي کارد تګ راتګ وکړي. له دې اعلان سره سم پرلتوالو خپل اعتراض پای ته ورساوه خو د پنجشنبې په ورځ (جولای ۲۵) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې د پاسپورت او ویزې د لرلو په اړه د پاکستان د حکومت په پرېکړه کې بدلون نه دی راغلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: له افغانستان سره د دغه هیواد په پولو کې تګ راګ د یوه سند پر اساس کیږي او هیڅ بهرنی ته به اجازه ورنه کړل شي چې له قانوني اسنادو یعني پاسپورت او وېزې پرته پاکستان ته داخل شي.

د پرلت ویاند عبدالصادق اڅکزي پرون (شنبې) وویل چې یو وار بیا پرلت پیلوي او تر هغو دوام ورکوي چې غوښتنه یې منل کېږي.

د اڅکزي په خبره «ﺯموﺯ سره اوس معاهده جنرالانو او عسکري قيادت کړې او د پرلت ختمېدو شرط دا ؤ چې د سلو او ﺯﺭو ﺭوپو پر سټام پيپر د تړون نه وړاندې دواړہ خواوو پر قران پاک لاس اېښی دی چې له خپلې ژبې به نه اوړي خو چې کوم حالات ﺭوان دي پرلت ختم شو، خو د دوی تګ او ﺭاتګ شروع نه سو.»

پاکستاني چارواکو په داسي حال کې د چمن پرلتوالو ته د هغی د شرطونو د منلو خبره وکړه چې د پاکستان پوځ او حکومت د بنو د ستر لاریون او پر لاریونوالو د پوځیانو د ډزو له کبله له سخت ولسي غبرګون سره مخامخ و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب