پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+«وزیر محمد اکبرخان» ناول چاپ شو

«وزیر محمد اکبرخان» ناول چاپ شو

نعمت الله رحیمي

د وزیر محمد اکبرخان ژوند او کارنامو ته ځانګړی شوی دغه تاریخي ناول تازه چاپ او خپور شو. نوموړي غازي د خپل هېواد د خپلواکۍ او ښېرازۍ لپاره د انګریزانو پر وړاندې مبارزه کړې وه. د ناول په پیل کې، لیکوال د وزیر محمد اکبرخان تاریخي اهمیت او د هغه د کارنامو یادونه کوي، چې څنګه یې په خپل لنډ (۳۰) کلن ژوند کې د هېواد د خپلواکۍ او ښېرازۍ لپاره دومره هڅې کړې چې زموږ تاریخ پرې ویاړي.

دغه سردار په تانده ځوانۍ کې د ناز او نعمت د ژوند پر ځای له یرغلګرو سره د ډغرو او مبارزې لاره غوره کړه. د مکناټن او موهن لال په څېر هوښیارو او ځواکمنو رقیبانو سره د تورې او تدبیر داسې کرکټر دی چې زموږ په حماسي تاریخ کې ډېر لږ د هغو ساری لیدلی شو.

دغه ناول د وزیر محمد اکبرخان د مبارزو، شجاعت، تدبیر او وطن دوستۍ داستانونه بیانوي، چې څنګه یې د انګریزانو پر وړاندې مبارزه کړې او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې درنې قربانۍ ورکړې دي. په ناول کې د نوموړي غازي د ژوند بېلابېل پړاوونه، د مکناټن وژنه، او د هغه په ژوند کې پر هغه باندې شوې جفاوې او خیانتونه تشریح شوي دي.

سربېره پر دې په کتاب کې: د وزیر محمد اکبرخان د ژوند او کارنامو تفصیل، د افغان انګریز د جګړو تاریخي پېښې،

د وزیر محمد اکبرخان په وړاندې شوې جفاوې او خیانتونه، او د وطن د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د وزیر محمد اکبرخان مبارزې، عمده او محوري موضوعات دي.

د دې ناول د لیکوال محمد زبیر شفیقي په حواله دغه ناول د هېواد د دغه نامتو سردار پر ژوند او مبارزو رڼا اچوي. تاریخي مواد یې تر ممکن بریده تازه او ثقه دي.

دا ناول د افغانستان د وروستیو پېړیو د تاریخي پېښو او شخصیتونو یو ژوندی انځور وړاندې کوي، او د لوستونکو لپاره د هېواد د خپلواکۍ د پیاوړي مبارز وزیر محمد اکبرخان ژوند او کارنامې په زړه پورې ډول بیان شوې دي

د یادنې وړ ده چې یاد کتاب تازه اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی او ۴۲۴ مخونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب